IQNA

په غزې کې د اسرائيلو د وحشي ډوله جنایتونو له دریدا څخه په ملاتړ کې د امریکائي محصیلینو پاڅون(فیلم)

7:45 - April 29, 2024
د خبر لمبر: 3489126
ایکنا -  د امریکا د مختلفو پوهنتونونو محصیلیونو  په پراخو کمپاینونو سره ، په غزې کې د اسرائيلو د جنایتونو په دوام خپل اعتراضونه نندارې ته وړاندې کړي دي او ددغو جنایتونو په درولو کې ئې  د متحده ایالاتو  د فوری او اغیزشیندونکي غبرګون غوښته کړې ده.

ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړی،  د امریکا د لاس انجلس څخه  رانیولې تر نیویارک ،آسټین ،بوسټن ،شیکاګو،آټلانټیا واشنګټن پورې  په ایالتونو کې په امریکا کې د فلسطین دپلوي محصیلینو غورځنګ تر ډيره حده پراخ شوی او دغه  پراختیاهماغه راز په زیاتیدا ده او د امریکا چارواکي ئې لالهانده کړي دي.

څو ورځې کیږي، چې  د هارورډ ،ييل، کلمبیا او پرینسټن په څير په نړیوالو معتبرو پوهنتونونو کې دمحصیلینو او استاذانو  اعتراضونه ترسره شوي دی چې سوکه سوکه  دغه   اعتراضونه  دمحصیلینو په عمومی غونډو اومظاهرو بدل شوي دي ،په داسې حال کې چې چارواکي ګواښ کوي، امنیتی ځواک  ددغواعتراض کونکو د تیت پرک کولو لپاره  ولیږدوي.

څو ورځې کیږي  دامریکا په مختلفو سیمو کې دغه  صحنې تکرار شوي دي، محصیلین دخپلوپوهنتونو په ګراؤنډونو کې خیمې لګوي او په غزې تړانګې کې  د اسرائيلي رژيم جنایتونه او له دغه وحشي رژيمه د  متحده ایالاتو  پوځي ملاتړونه محکوموي . دغه اعتراضونه معمولان د بلواه ضده پولیسو په حملو سره  مخامخ شوي دي چې وئيل کیږي په لسګونو  پوهنتونونو کې دغه اخ وډب  او دمحصلینو او استاذانو نیونې دوام لري  او  وئيل شوي چې په سلګونو استاذان او محصیلین نیول شوي دي.

 اعتراض کونکي محصیلین همداراز  په هغو شرکتونو کې د امرکیا د پوهنتونونو د پانګونې د دریدا غوښتونکي شوي چې  په اسرائيلو په پوځ د وسلو له خرڅولو او په غزې کې د جنګ له دوامه ګټه پورته کوي.

یهود ضده بهیر

دامریکا د کانګرس د مشر مایک جانسن په رهبرۍ د کانګرس  غړو او امریکائي اورګانونو  په مظاهرو کې ګډون کونکي  د یهودیّت ضده بهیر وګړي  بللی دي . له بل پلوه دوي له اسرائيلو غوښتي دي چې  په غزې کې دې د عامو فلسطینیانو له وژلو لاس واخلي.

 دهغه څه په اساس چې  نړیوالو خبري آژانسونو راپور کړي دی،  او هغه څه چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې ویډیوئي کلیپونه ښئ ، دامریکا امنیتي ځواکونه  همداراز د پوهنتونونو  په ګراؤنډونو حملې کوی ، په سلګونو  محصیلین ،څيړاند او حتی د علمی پلاو غړي وهي ټکوي  او دغه راز ئې له ځان سره بوځي.

د کلمبیا پوهنتون یهودي محصیلینو دغه ادعا چې  له فلسطین څخه د ملاتړ مظاهرې یهود ضده ګواښ ګڼل کیږي ، زد کړي او ټينګار ئې کړی دی چې ددغه پوهنتون  چارواکي حقیقت نه وائي.

د امریکا د کانګرس مشر مایک جانسن  دکلمبیا پوهنتون د لیدو به وخت ګواښ کړی دی چې جوزف بایډن څخه به وغواړي،  په هغو پوهنتونونو کې  چې چې  دهغه په ادعا د یهود ضده ویروس  له امله کړیږي، دملی ګارډ ځواکونه  ورولیږي.

په عین حال کې  سپينې ماڼۍ تروروستیو پورې  ددغې سناریو له جرا ډډه کړې ده .  د سپینې ماڼۍ ویندوئې کارین ژان پيّر ټينګار کړی دی  چې بایډن د بیان له آزادۍ ،بحث څخه ملاتړ کوي.

له بل پلوه  د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن  هم د جمعې په ورځ په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، د امریکا په پوهنتونونو کې  په غزې کې د اسرائيلو دجنګ په ضد  مظاهرې  د دوي په هیواد کې د ډيموکراسۍ څرګندې  ځانګړنې دي.

 هغه اعتراضونه اومظاهرې  چې د کلمبیا پوهنتون څخه پیل شو يدي، د سلګونو ډله ایزو نیونو سره سره  چې ځاي  چارواکو ترسره کړي دي، د امریکا  کابو په سلو نورو پوهنتونونو او کالجونو کې  هم پیل شوي او هماغه راز په پراختیا  دي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4212501

captcha