IQNA

د افغانستان په هرات کې بیاپه جومات کې دلسګونو لمونځ ګوزارو وینه وبهول شوه

6:51 - April 30, 2024
د خبر لمبر: 3489132
ایکنانیوز – د افغانستان خبری سرچینو  ددغه هیواد په هرات ولایت کې په ګذره ولسوالۍ کې  په یوه جومات باندې په داسې حال کې دترهه ګرې حملې خبر ورکړی ، چې په لمانځه  ولاړ وو او په  هماغه جومات کې ئې وینه وبهول شوه.

ایکنانیوز  د طلوع نیوز له قوله راپور راکوي، ځاي سرچینو وئیلي دي،  چې د افغانستان د هرات ولایت  د ګذرې ولسوالۍ په اندیشه  ښارګي کې د امام الزمان په جومات مخ پټو وسلوالو کسانو  د ماښام او ماسخوتن د لمانځه  د ادا کولو په وخت پر لمونځ ګوزارو ناتار جوړ کړی چې  وئیل کیږي،  یوشمیر لمونځ ګوزار پکې شهیداان او ټپيان شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، دامام الزمان دجومات د جمې امام حجةالاسلام جاوید  سره د نورو شپږو لمونځ ګوزارو  شهیدان شوي  او یو شمیر نور لمونځ ګوزار هم ټپیان شوي دي چې ځيني پکې مرګي حاله راپور شوي دي.

د خلکو دراپورونو په اساس په شهیدانو کې دوې میرمنې ،یو ماشوم  او څلور سړي شامل دي ، وئيل شوي زخمیان روغتون ته منتقل کړئ شوي دي چې په روغتون ورته دوینې هم ډير ضرورت پیښ شوی دی.

داهم وئيل شوي دي چې لمونځ په ختمیدا ؤ چې ناترسه وسلوال ترهه ګرو پر جومات ناتار جوړ کړ او د خدای کور ئې د خداي په درګاه کې د سربسجود  کسانو په وینو  یو ځل بیا ککړ کړ او  تکفیری او غیر انساني  ترهه ګرو خپل هویّت یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړ.

په راپور کې وئيل شوي دي  ددغې غمیزې پړه هم دخبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې او دغه راز تر دې دمه  ځاي طالب چارواکو هم په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

فوری/ حمله مسلحانه به نمازگزاران در شهرک اندیشه هرات

https://iqna.ir/fa/news/4213090

captcha