ایکنانیوز د طلوع نیوز له قوله راپور راکوي، ځاي سرچینو وئیلي دي، چې د افغانستان د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندیشه ښارګي کې د امام الزمان په جومات مخ پټو وسلوالو کسانو د ماښام او ماسخوتن د لمانځه د ادا کولو په وخت پر لمونځ ګوزارو ناتار جوړ کړی چې وئیل کیږي، یوشمیر لمونځ ګوزار پکې شهیداان او ټپيان شوي دي.
په راپور کې ويل شوي دي، دامام الزمان دجومات د جمې امام حجةالاسلام جاوید سره د نورو شپږو لمونځ ګوزارو شهیدان شوي او یو شمیر نور لمونځ ګوزار هم ټپیان شوي دي چې ځيني پکې مرګي حاله راپور شوي دي.
د خلکو دراپورونو په اساس په شهیدانو کې دوې میرمنې ،یو ماشوم او څلور سړي شامل دي ، وئيل شوي زخمیان روغتون ته منتقل کړئ شوي دي چې په روغتون ورته دوینې هم ډير ضرورت پیښ شوی دی.
داهم وئيل شوي دي چې لمونځ په ختمیدا ؤ چې ناترسه وسلوال ترهه ګرو پر جومات ناتار جوړ کړ او د خدای کور ئې د خداي په درګاه کې د سربسجود کسانو په وینو یو ځل بیا ککړ کړ او تکفیری او غیر انساني ترهه ګرو خپل هویّت یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړ.
په راپور کې وئيل شوي دي ددغې غمیزې پړه هم دخبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې او دغه راز تر دې دمه ځاي طالب چارواکو هم په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.