IQNA

شهید مطهري پر فلسطین د یهودیانو د تملک ادعا د تاریخ تحریف او جعل کول بلل(فیلم)

8:22 - May 02, 2024
د خبر لمبر: 3489147
ایکنا – استاد شهید مطهري  پخپلو ویناؤ او تالیفاتو کې ټينګار کړی دی چې د فلسطین د ټاټوبی پر تملک مشتمله د یهودیانو ادعا جعلی او دروغ ده او ځواب ورکوي ،هغه  مهال چې  دمسلمانانو لښکر دغه ټاټوبی فتح کړ،یهودیان نه بلکې   فلسطینیان او مسیحیان په دغې سیمې کې موجود وو،په پخوانیو ټولو نقشو کې  هم د فلسطین نامه لیکل شوې ده ،یعنی دغه سیمه له یهودیانو سره هیڅ اړه نه لري.

ایکنا نیوز راپور راکوي، د شهید مطهری  به لیدتوګې کې فلسطین ؛ په نامې سره نړیوال وبینار   معلم په ورځې یعنی د مئ په لومړۍ نیټه سهار لس نیمې بجې ترسره شو.

  (https://www.aparat.com/iqnanews/live )

د استاد شهید مطهری زوی  او د تهران پوهنتون دعملی پلاوي غړي  علی مطهري ، د لبنان پوهنتون  استاد ډاکټر طلال عتریسي ،دعراق د زی قار پوهنتون استاد ستار قاسم عبدالله ،د بحرین متفکر یاسین فضل الموسي  او د  لبنا د دیني اوفلسفي  مطالعاتو د اکاډمۍ مدیر حجةالاسلام شفیق جرادي  په دغه وبینار کې ویناوې وکړې.

دوی پخپلو ویناؤ کې ووئيل،  دشهید مطهری په عقیدې سره ، دتاریخ په اوږدو کې  د فلسطین ټاټوبی   د یهودیانو سره اړونده نه دی او هغه مهال چې  مسلمانانو دغه ټاټوبی فتح کړ، نو په دغې سیمې کې  فلسطینیان، مسیحیانو شتون درلود،نه  یهودیانو، په ټولو پخوانیو نقشو کې هم د فلسطین نامه لیکل شوې ده،یعنی دغه سیمه د فلسطین ټاټوبی دی ا و له یهودیانو سره هیڅ اړه نه لري.   

حجةالاسلام طلال عتریسي پخپلې ویناکې ووئيل، هغه څه چې دمونږ توجه جلبوي،دا دي چې شهید استاد مطهري چې د شاه رژیم،د هغه استداد او فکری انحراف  په ضد په دغوټولو زمینو کې  په مبارزې بوخت ؤ،د فلسطین او د فلسطین دم لت په باب ئې یوه ښکاره و سټراټژيکه لیدتوګه درلوده.لازمه ده د استاد شهید مطهري د دریځ د پيژندلو لپاره  په دغو مسئلو خبر شو. لومړی دا چې شهید مطهري دغه مظلومیهت  د اسلام اودین له لیدتوګې سره اړونده  نه باله او نه ئې منله. هماغه شان چې حضرت امام حسین علیه السلام د عاشورا په ورځ و هرډول مظلومیّت ، فساد،ظلم او استبداد ونه مانه ،ؤ شهید مطهري هم د فلسطین د ملت په باب د ظلم دنه منلو او د ردولو لپاره  لپاره همدغه لیدتوګه درلوده.

دوهم ټکی دا چې په ډيرو بحثونو کې لیکل شوي دي چې  لویدیځ او صهیونیستي رژیم  ددغه دیني او عقیدتی دریځ په باب چې د فلسطین دعربانو تاریخ  له یهودي ملت سره اړونده او ددوي حق دی، لیکلی او ورڅخه ئې دفاع کړې ده. شهیدا مطهری پخپلو ډیرو ویناؤ او تالیفاتو کې دې مسئلې  ته ځواب ورکړی چې دا حق تحریف او جعل شوی اویوه دروغجنه ادعا ده .

https://iqna.ir/fa/news/4212968

 

captcha