ایکنانیوز راپور ورکوي، د عباسي آستان د صحن د ساتنې د برخې مرستیال مشر زین العابدین القریشي ددې خبرې په کولو سره چې د حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په مقدس صحن کې د ویر او ماتم بنرونه او بیرغونه لګول شوي دي، ووئيل، د حضرت عباس علمدار (ع) د مقدس حرم په ټولو برخو کې د ویر بیرغونه لګول شوي او دغه په ټولو دیوالونو او دروازو او لارو کې په توروټوکرو لیکل شوي بینرونه او بیرغونه ځوړند شوي او خلک هم ویر او ماتم کوي. او د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت په غم کې غمجن دي . همداراز د حضرت امام حسین علیه السلام په ټول حرم کې تور بیرغونه او بینرې لګول شوي او ترڅو ورځو پورې به دوام ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4213784