IQNA

د چین د چینګها ښیرازه دښتو خاص جومات لازیات وپيژندو(انځورونه)

11:03 - May 09, 2024
د خبر لمبر: 3489190
ایکنا – د چین په شین هوا صوبې :ې د ؛کائوتان با؛ په نامې سره د جین یو ترټولو ښکلی جومات چې هلته د سالار په نامې سره ددغه هیواد د مسلمانانو یو قوم اوسیږي، واقع دی.

ایکنان نیوز راپور راکوي، د چین له جوماتونو سره آشنائي دختيځي ټاټوبی په دغه هیواد کې د اسلام دتاریخ د ارزونې لپاهر د یوې لارې د موندلو په معنا دی . ممکنه ده ډير خلک په چین کې د جومات د نامې په آوریدو سره حیرانه شي، ځکه چې دغه افسانه اي ټاټوبی د بودا معبدونو ځانګو بلل کیږي، په عین حال کې دچین جوماتونه ډيره پخوانۍ او آوریدونکي او جذابه تاریخي مخینه لري.
په چین هیواد کې دجومات لومړنۍ ودانۍ د ؛ ژي آن لوي جومات ؛ په نامې سره په اتمې میلادي پيړۍ کې د تانګ لړۍ په وخت کې جوړه شوې ده. دمګړئ په چین کې څه دپاسه ۳۹ زره جوماتونه موجود دي چې کابو ۲۵ زره ئې د چین په شمال کې په یوې سیمې ،؛ژينګ جیانګ کې دي.
؛مسلمون حول العالم ؛ ټیلیکس ، د کائوتان با جومات چې د چین یو ترټولو ښکلي او جذاب جومات ته دی ارزونه کړې ده چې ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.
د چین په شمال لویدیځّ کې وقاع په فلات چینګها مینځ کې ،ددغه هیواد دمسلمانانو یوترټولو ښکلی جومات واقع دی .
؛کائوتان با ؛ جومات د چین په شین هوا صوبې کې دی چې په دغې سیمې کې د سالار په نامې سره ددغه هیواد یو مسلمان قوم اوسیږي و د هغوي توکم مینخنۍ آسیا ته ورګرځي.
د چین په شمال لویدیځ کې د چینګها صوبې مرکز د شینینګ ښار په ۱۵۳کلومیټرۍ کې دغه لوي او ښکلي جومات ته رسیږو، چې د چینګها دښتو په مینځ کې دی او شاوخوا ئې غرونو احاطه کړې ده، په دغې سیمې کې چې د زیّړ سین او ښیرازه شنې دښتې په وسیله ئې ښکلا دوه چنده شوې ده ، سالار قوم پکې ژوند کوي.
دغه جومات په یوې عیدګاه، شمالي او جنوبی کوټو ،د خوړو په یوه ستر هال یا ریستوران مشتمل دی او په دې جومات کې په ریستورانونو ، لیلیو(هوسټلونو) د درس کلاسونو او دفترتونو باندې مشتمله یوه لویه شپو پوړیزه مدرسه هم شته.

اصلی هال ئې په ۴۲۰۰ مربع میټره مساحت سره په درو پوړو ویشل شوی دی او دجومات مدرسه هم ۳۶۰۰ مربع میټره مساحت لري. ددغه جومات ګیر چاپيره په دنګو او لویو وّنو سره لا ښکلی شوی دی ا
حامد حسین پشتو: و د زیّړ سین له ساحل سره نزدې واقع دی.
د ؛کائوتان با ؛ جومات د چین د ماڼیو په سټایل سره جوړ شوی دی، په کندکاري شوو ستنو سره ، په طلارنګ سره په جوړو شوو ودانیو سره ئې ، دیوالونه په لرګیو او ښختو سره په ډير ښکلو کندکاریو سره جوړ شوي چې د هر یوه لیدونکي نظر ځان ته جلبوي چې دعربی اوچیني معمارۍ هنر، او دلاسي صنائعو یو په زړه پورې ترکیب لري.
یو هغه عامل چې سبب شوی دی ، د اسلام دین چین هیواد ته هم لاره وموندل شي، دعربستان او چین ترمینځ تجارتي مبادلات دي . له اسلامه په مخکې زمانې کې ، دعربستان او دچین هیواد د جنوبی سواحلو ترمینځ تجارت ترسره کید.
په چین کې پنځه اصلی دینونه شته دي چې زیاتره خلک ورته اعتقاد لری، یعني بودائي ، کاتولیک ،تائویزم، اسلام او پروټيسټان او داسې ځيني نور دینونه هم پکې شته دی . له دې امله په دغه هیواد کې د مختلفو دینونو او مذهبونو مرکزونه هم موندل کیږي.

 

بچوې: چین ، اسلام ، مسلمان
captcha