IQNA

له اسلام،شیعیت او له ایران څخه د خلکو وېرونه؛ د لوېدیځ درې جدي پروژې(مقاله)

14:53 - May 09, 2024
د خبر لمبر: 3489195
ایکنا - د ایران د اسلامي مذهبونو د نږدې والي د ټولنې عمومي منشي حجت الاسلام حمید شهریاري، په اسلامی نړۍ کې د تفرقې د رامینځته کولو لپاره د نړیوال استکبار هدفونو او پلانونو په بیانولو سره وویل، اسلامو فوبیا، شیعه فوبیا او ایرانوفوبیا،د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د لوېدیځو هېوادونو پروژه ده.

 ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامي مذهبونو د نږدې والې ټولنې عمومي منشي حجت الاسلام حمید شهریاري، په عراق کې د اسلامي جمهوریت له سفیر محمد کاظم آل صادق سره په کتنه کې، په بغداد کې د اسلامي وحدت د غونډې ترسره کېدو ته په اشارې سره وویل: د اسلامي دولتونو د اتحاديې د جوړولو لپاره، زموږ ليد دا دى چې يو واحد اسلامي امت ته ورسېږو. هغه وویل: په اسلامي نړۍ کې یووالي او نږدېوالې ته د رسېدو لپاره پلان او هڅه، د ایران له لومړیتوبونو څخه دي.

هغه زیاته کړه: لوېدیځ د اسلامو فوبیا په پروژې سره په نړۍ کې د مسلمانانو د منزوي کولو اراده لري او په شیعه فوبیا سره په اسلامي نړۍ کې د مذهبي تفرقې د رامنځته کولو او په ایرانو فوبیا سره د ملتونو او اسلامي ایران ترمنځ د ټکر د رامنځته کولو په لټه کې دي.

هغه د کردستان، ګلستان او ارومیه په ولایتونو کې د درېیو داخلي غونډو ترسره کېدو او د ګاونډیو هېوادونو د علماو او مفکرینو د رابللو په اړه څرګنده کړه: د شیعه او سني علماو ترمنځ د نظر تبادله او د همغږۍ رامنځته کول او په عراق کې د دویمې غونډې ترسره کول، په لوېدیځ کې د شیعه فوبیا پروژې په ماته کې ډېره اغېزمنه وه.

حجت الاسلام شهریاري له الاقصی طوفان وروسته له ایراني علماوو او پوهانو او د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو سره د اړیکو بدلون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې رامنځته شوې فضا په اسلامي نړۍ کې د امکان تر حده د مقاومت جبهې، اتحاد او همپالنې د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت دی.

د یادولو وړ ده چې د عراق د اسلامي یووالي دویمه غونډه پرون چهارشنبه په بغداد کې د «الاقصی طوفان» په شعار او د الرباط محمدیه شورا په کوربتوب سره جوړه شوه.

دغه راز د اسلامي مذهبونو د نږدېوالې ټولنې د عالي شورا غونډه به د پنجشنبې په ورځ (د غويي په ۲۰مه) د شيعه او سني عالمانو د يوې ډلې په شتون سره، د دغه کنفرانس په څنډه کې جوړه شي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i148708

captcha