د قدس رضوي استان د غیر ایرانیو زیارتوالو د چارو د برخې مسئول مدیر حجةالاسلام سید محمد ذوالفقاري ایکنانیوز سره به خبرو کې ددغو پروګرامونو جزیاتو ته په اشارې سره ووئیل،په هغو شپو ورځو کې چې په آیام الله مشهورې دي ، د کرامت لسیزه ده چې دهغو پیل او پاي ، د کرامت د کورنۍ د دوو کریمو شخصیّتونو په نیکمرغه زوکړې سره ښکلی شوی دی. البته ددغو شپو ورځود کرامت لسیزې نومول ، یو داسې اجتماعي حکمت لري چې د مونږ د ټولنې د خلکو له پاک رړونو او کریمانه روح څخه راپورته شوي دي،جالب ټکی دا چې دغو دواړو بزرګواران چې د کرم او عظمت له کورنۍ دي،په یوې مینځنۍ مودې کې په ذی القعده میاشت کې ئې نړۍ ته سترګې رڼې کړي دي او دغه برکتناک پړآؤ د کرامت په لسیزې مشهور شوی دی.
د نړیوال ډګر دغه مبلغ ووئیل،ددغو شپو ورځو اهمیّت او په ایران :ې په دغو خاصو شپو ورځو کې د غیر ایرانیانو ولولناک شتو په تیره بیا داهل بیت علیه السلام د سیرت او رودې د پراختیا لپاره په قدس رضوي آستان،د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې ددوي شتون ته په پام سره د دغو زیارتوالو لپاهر خاص پروګرامونو دترسره کیدا اقدام شوی دی.
هغه همداراز ووئيل، دلویدیځي آسیا د برخې لپاره په خاصو پروګرامونو کې د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت او د کرامت د لسیزې د پيل په درشل کې د میرمنو قاریانو او مداحو په شتون سره جشن ترسره شوی چې پکې د کتاب لوستنې دسیالیو په مناسبت جایزې هم ډالۍ شوې.همداراز دحضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلی حرم کې هم د امام بزرګوار د نیکمرغه زوکړې په شپه او ماښام د شاعرانو،مداحانو او ذاکرانو په شتون سره په عربی ژبه پروګرام ترسره کیږي.
هغه ووئيل، د رضوي مقدس حرم ته اته دګلونو تاج هم ډالۍ کیږي، او د اهل بیت علیهم السلام دمعارفو په محتوا سره دهنري آثارو نندارتون هم ترسره کیږي. چې په هغه کې د عمان،عراق، بحرین اوکویت خطاط او نقاشان هم بلل شوي او په مختلفو موضوعګانو سره نقاشۍ او پوسټرې او پلې کارډونه لیکل کیږي.
همداراز د اسلامی نړۍ بلوغت ته درسیدلو کابو شپو سوه انجونو په شتون سره د بلوغت د جشن ترسره کیدا هم ددغې لسیزې یو پروګرام دی.هغه په عین حال کې ووئیل،په پنځو ژبو د یوه نړیوال سرود او نغمې برابرول او تولید هم په دغو شپو ورځو کې نندارې ته وړاندې کیږي، په هغو کې د لبنان،عراق، سورئې ،افغانستان ،پاکستان، نیجریه ؤوچین او ګینه پشمول دمختلفو ملیّتونو غیر ایراني زلمیانو ډله شامله ده او په پرتم سره ترسره کیږي. هغه دغه راز ووئیل د اردو ژبې مینه والو لپاره د امام رضا د اجتماعي اوس یاسی سیرت په باب یو خصوصي سمینار هم ترسره کیږي او دغه راز د اردو ژبې زیارتواولو له خوا په ډله ایز ډول د سپيحلی ضریح د طواف او ورسره د ګلونو د تاج کیښودل هم ترسره کیږي.هغه دغه راز ووئيل، د مینځنی ختیځ سیمې د اوسیدونکو او قومونو د زیارتوالو په ژبه هم مختلفو پرورګرامونه په نظر کې نیول شوي او همداراز په انګریزي ژبه هم د امام رضا علیه السلام د سلام وړاندې کولو د کورونیو او انجونو د ځائيګي په مناسبت سمینار او دغه را ز دغیرمسلمانانو له خواد ګلونو څيټئ د ډالۍ کولو برخې هم پکې شاملې دي .