IQNA

د فلسطین او غزې په ملاتړ کې د پاکستانیو محصیلیونو لاریونونه هماغه راز دوام لري

8:10 - May 13, 2024
د خبر لمبر: 3489213
ایکنا – د پاکستان پوهنتوني محصیلینو ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کړي  او په غزې تړانګې کې ئې د اسرائيلی وحشي رژيم  د جنایتونو د دریدا او د اوربند د ټینګیدا غوښته کړې ده.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله  راپور راکړ، د پاکستان په لسګونو پوهنتونونو کې د محصیلینو د مختلفو تنظیمونو  له خوا داسې پراخې مظاهرې ترتیب شوي لکه څنګه چې په وروستیو اونیو کې دامریکا په پوهنتونونو کې پیل شوي او د نړۍ په تیره بیا د  اروپا نورو لسګونو پوهنتونونو ته غزیدلي دي.

د پاکستان د جماعت اسلامی ګوند جمیعت طلبه اسلام  په اسلام اباد کې پراخه مظاهره کړې چې په هغې کې د پاکستان دمشرانو جرګې د پخواني غړي سناتور مشتاق احمد په مشرۍ د پوهنتونونو په زرګونو محصیلینو  ګډون درلود.

مظاهره د اسلام اباد له ډيپلوماټيکې سیمې سره نزدې پیل شوه ، هغه ځاي چې مظاهره چیانو  د امریکا سفارت ته رسیدل غوښتل او  دهغه په وړاندې ئې داعتراض نیّت درلود چې  د پولیسو او  امنیتی ځواک له منع کیدا سره مخ شوه.د امریکا سفارت  ته مظاهره چیانو له رسیدا څخه د پولیسو مخه نیولل د مظاهره چیانو او د پولیسو د ښکیلیدا سبب شول او مظاهره چیانو د امریکا سفارت ته په تلونکي سړک کې د ځپلو غوښتو ترمنلو پورې پرلتۍ ووهلې.

مظاهره چیانو د غزې او دفلسطین د آئيډیئل په ملاتړ کې شعارونه ورکړل او دغه راز ئې  اسرآئيلو دوحشي رژيم د نسل وژنې او څاروي ډوله جنایتونو په وړاندې  دنړیوالې ټولنې او عربانو چُپتیا په کلکه محکومه کړه.

د پاکستان  په یو شمیر پوهنتوننو کې د محصیلینو د تنظیمونو او اسلامی ډلو ټپلو دغه مظاهرې په تیره بیا په اسلام اباد،کراچۍ ،لاهور ،پيښور کې  منظمې کړې ، همدرااز داسلام اباد اسلامی نړیوال پوهنتون محصلینو هم د پوهنتون په داخل کې د غزې په ملاتړ کې مظاهره وکړه چې په هغې کې هم یو شمیر پوهنتوالو  او محصیلینو ګډون درلو.

داپه داسې حال کې ډي چې تیره اونۍ هم د پاکستان ساینس اینډ ټيکنالوجۍ پوهنتون محصلینو  په غزې کې د اسرائيلو د نسل وژنې په ضد ستره مظاهره کړې  وه چې  په هغې کې ئې له امریکائي محصیلینو سره خپل پیوستون  نندارې ته وړاندې کړ او دپآکستان له حکومته ئې وغوښتل څو په غزې کې دې د اوربند لپاره لازم اقدامات وکړي. دمحصیلینو مشرانو  پخپلو ویناؤ کې د اسرائيلي محصولاتو دبایکاټولو غوښتنه هم وکړه.

د یادولو ده چې تیره جمعې ورځې  د اسلامی جمیعت طلبه  غورځنګ  په اسلام اباد کې یو سمینانر ترسره کړ چې په هغه کې پوهنتونوالو ، محصلینو، د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر ، مشرانو جرګې دغړو او نورو پارلیماني  چارواکو پشمول  پاکستانیو چارواکو هم ګډون درلود ،همداراز په دغه کنفرانس کې  پهایران کې دحماس غورځنګ نماینده خالد قدومي هم ګډون درلود.

د تیر اپریل له لومړیو راهسې د امریکا،کینیډا، جرمني ،فرانسې  او نورو اروپائي هیوادونو  پوهنتونونه د  هغو  اعتراضیه مظاهرو او لاریونونو شاهد دي  په هغو کې دغزې په  ضد وحشی صهیونیسټي رژیم  بې آمانه بمبارۍ او حملې سختې محکومې شوي او  له پوهنتونونو غوښتل شوي دي څو  له دغه رژيم سره خپلې ملګرتیاوې ودروي.

https://iqna.ir/fa/news/4215218

captcha