IQNA

له ایران سره د پاکستان د ملګرتیا په وړاندې د امریکا چلند غیر منطقي دی

6:43 - May 15, 2024
د خبر لمبر: 3489224
ایکنا – د  پاکستان دفاع وزیر  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اپاکستان دم لګرتیا او  دایران  او پاکستان د اړیکو  او  دفلسطین په بحث  کې د امریکا یانو کړچار  له واشنګټن سره د  مونږ ددوستانه اړیکو څخه د اسلام اباد  له تمو سره توپیر لری.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف  د پاکستان له جیونیوز خبری چینل سره په خبرو کې د ایران او پاکستان  داړیکو  او دغه راز د فلسطین د ملت په ضد له سرائیلو سره د  دیوځای کیدا په وړاندې  دامریکایانو کړچار تر بوښتنې لاندې وروستۀ.

 د پروګرام مجری  د ایران او پاکستان د ګیسو د ګډې پروژې  په لاره کې د امریکا د خنډ جوړونې  او  د ایرا ن او هندوستان د لس کلنې موافقې  یووخت والی مطرح کړ  چې د پاکستان دفاع وزیر  دمتحده ایالاتو چلند غیر دوستانه وبالۀ.

خواجه آصف  ووئیل،  آیا د ایران د ګیسو له پایپ لاین سره  مخالفت  له باکستان سره د امریکا د اړیکو ددوستانه شونې ښودنه کوي.؟آیا د غزې د  مسلمانانو په ضد  جنګ او د فلسطنیانو  وضعیّت  د  امریکایانو د اړیکو  د  دوستۍ ډنډوره وهي ؟

د پاکستان دفاع وزیر  پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي  له وروستي سفره یوه ورځ وروسته  دغه سفر ډير بریالی  او د  پاکستان د ملی ګټو په اساس بللی ؤ.

هغه  امریکا ته په تلویحي اشارې سره چې  په دا وروستیو کې ئې  د تهران او اسلام اباد  دملګرتیا ؤ د پیاوړتیاپه باب اندیښنه ښودلې  زیاته کړې ده ، مونږ بهرنیو  مخالفتونو ته کوم اهمیّت نه ورکوو ،نوځکه که څوک  پاکستان ته دایران د ولسمشر  په سفر پسې کوم درد او سرخوږي سره مخ وي ، نو د ددوي د درد او سرخوږي درملنه له مونږ سره نشته .

https://www.irna.ir/news/85477340

captcha