ایکنانیوز راپور راکړ، د خدمت د شهید ابراهیم رئیسي جنازه چې د بیرجند د لکونو خلکو په ویر او ماتم وروسته مشهد ته منتقله شوې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په لور د میلیونونو ویرجنو خلکو په ولولناک لاریون کې روانه کړئ شوې او اټکل کیږي چې له ماښام لمانځه مخکې به په دارالسلام صحن کې خاورو ته وسپارل شي.
د شهید ابراهیم رئیسي ترڅنګ د ډيپلوماټيک مقاومت شهید حسین امیر عبداللهیان جنازه هم نن په حضرت شاه عبدالعظیم سپيڅلي حرم کې خاورو ته نن سپارل شوی دی.
په راپور کې وئيل شوي دي د آیت الله ابراهیم رئیسي جنازه د میلیونونو مینه والو په ویر او ماتم کې خراسان رضوي ولایت ته په ترټولو روستي سفر د امام رضا علیه السلام د سپيڅلي حرم په لور روانه کړئ شوې ده او خلک په ویر او ماتم کې د یاحسین یاحسین او شهادت شهادت او تسلیّت تسلیّت په چغو سره خپل شهید و لسمشر بدرګه کوي څو امام رضا علیه السلام په څنګ کې ئې خاورو ته وسپاري .
د شهید آیت ا... ابراهیم ریئسي کورنۍ هم څو شیبې مخکې مشهد ته رسیدلې او خلکو ئې په اوښکو او ویر سره هرکلی کړی دی.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.