IQNA

شهید آیت الله رئیسي  د نړۍ له نورو رهبرانو سره توپير درلود

13:49 - May 25, 2024
د خبر لمبر: 3489270
ایکنا – د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي، شهید ایت الله ابراهیم رئیسي  د ایران او  اسلامی هیودونو په دفاع کې یو داسې شجاع شخصیّت وباله چې د اسلامی امت یو ویاړ او د نړۍ له نورو رهبرانو سره ئې توپير درلود.

ایکنانیوز د المسیره چینل له قوله راپور راکړ، د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین پرون په خپلې یوې وینا کې ووئيل، په عربی اواسلامی هیوادونو کې ایران یو پریکړه کړچار او اصول  غوره کړ او  په کم ساري  او ممتاز انداز سره د فلسطین ترڅنګ ودرید ایران  دیمن د ملت د مظلومیّت په وړاندې د دریځ پشمول د سالامی امت او د نړۍ د درستو مستضفینو مشکلاتو او مسئلو ته خاص توجه کړې ده.

الحوثي زیاته کړې ده، شهید آيت الله ریسي د اسلامی امت د مسئلو په وړاندې د ایران دریځ او کړچار، په شجاعت، میړنتوب او کلک هوډ سره بیان کړ. ډیری رهبرانو له داسې لهجې سره خبرې کوي، چې امریکایان خپه او غوسه نه کړي، خو شهید رئیسي له نورو رهبرانو سره فرق درلود او ښکاره او په جراءت سره ئې  د امریکا دباؤنو ته له پامه پرته خبرې کولې او له نورو سره ئې اوڅاره توپير درلود.

هغه په دوام کې ووئيل شهید رئیسي  یو داسې اسلامی رهبر ؤ چې اسلامی امت باید  د علمي او اخلاقي سطحې له پلوه په افتخار وکړي.خدای بخښلی رئیسي  دخپل مسئولیّت په مقام کې  او  له خپل ولس سره  په ارتباط کې یو بیلګه شخصیّت ؤ  او دا د نورو رهبرانو لپاره یو مهم درس دی .

د یمن د انصار الله  غورځنګ رهبر روښانه کړه، د شهید آیت الله  رئیسي  دجنازې په دستورو کې د میلیونونو خلکو شتون هغه  هم په مختلفو ښارونو کې له ملت سره د هغه د ښو اړیکو ښودنه کوي او  په دې زمینې کې په درستې نړۍ کې  له نورو ډيرو رهبرانو سره توپیر لري.

 هغه په دوام کې ووئيل، ایت الله رئیسي  ځان د خپل ولس خدمت کونکی باله او د خپل عمر تروروستیو پورې ئې دغه موضوع په  عمل کې هم وښودله او  دا یو ډیر مهم درس دی.

https://iqna.ir/fa/news/4217951     

captcha