IQNA

په مکې کې د معبود د کور د زیارت شوق(فیلم او انځورونه)

15:25 - May 26, 2024
د خبر لمبر: 3489277
ایکنا – کعبه او الهی امن حرم نن سبا د نړۍ د مختلفو ملیّتونو ،توکمونو او قومیّتونو  څخه د لسګونو زره حاجیانو د شتون شاهد دی چې ددیناوي تعلقاتو په پریښودو سره ئې په لیوالتیا سره ئې ځانونه دغه مقدس ځاي ته رسولي دي،څو د خپل خداي بندګي وکړي او  د عاشقانو په میعاد ګاه کې له خپل معبود سره  راز او نیاز وکړي.

ایکنانیوز د وحي له ټاټوبی راپور راکوي، د هر یوه مسلمان هیله، په مکې شریفې کې د معبود د کور اوخانه کعبې  زیاتر کول دي او د حج تمتع په درشل کې  ، الهي امن حرم  نن سبا دله آسیائی، افریقائي ، اروپائي او امریکائي هیوادونو څخه  د لکونو حاجیانو  د شتون شاهد دی چې ځانونه ئې دغې مقدسې وادئ ته رسولي دي څو د حج تمتع مناسک ترسره کولو ته ځانونه چمتو کړي.

اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 

خانه کعبه چې له هرډول ککړتیاؤ او شرکه پاکه ده،نن سبا ددرستې نړۍ د هغو عاشقانو میعادګاه ده چې په دغه مقدس ټاتوبی کې ئې ګام کیښودلی څو د حق  له حرمه ګیرچاپيره راتاؤ شي او د هغه دحریم له طوافه د بندګۍ او پاکوالي درس زده کړي.

د حج تمتع  معنوی دستورې چې هر کال د ذیالحجې دمیاشتې په لومړۍ لسیزې کې ترسره کیږي، د اسلامی امت د قدرت د ځلا او د برابرۍ اووحدت  تجسمي ولوله  ده او دغه دستورې د سالام  د هغو ولولناکو شعائرو  دستورې دې چې  هیڅ عبادت ورسره برابري  نشي کولی.

په دغه مقدس ځاي کې درست حاجیانو  خپله څوکۍ او مقام ،شتمۍ ،کور اوکاشنه پریښودلې او د هغه سپين  قالیو په اچولو سره ئې چې  دوی ته پکې د مرګ یاد چغې وهي ،د حق تعالی په درګاه کې حاضر شوي او د معبود دکور عظمت اوځلا نندارچیان دي.

اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 

دخدای د کور حاجیان او زیارتوال د حضرت ابراهیم(ع)  دمقام تر شا دلمانځه له اداکولو او طواف وروسته د صفا غر ځاي ته ورځي څو په صفا او مروه کې  اوه   ځله چې نن سبا  د یوه لوي هال په بڼه جوړ شوی ، او دمسجد الحرام په څنګ کې واقع دی منډې وهي او په حقیقت کې  د صفا او مروه ترمینځ سعي او منډې وهل له ځان سره دمعرفت یو لوي سمندر هم لري.

اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 

 هغه څه چې اهمیّت لري، دا دي  چې  حاجیان له دغه معنوی سفره وروسته باید د توحیدي اوابراهیمی  بریاؤ د ساتلو  او ورباندې د ځان پوښلو په فکر کې شي او  د ځان  جوړونې او تهذیب مرحلې ته ورسیږي او  داسې پاک او مطهر شي چې ګواکې تازه زیږیدلي دي.

اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 

اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 
 
اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 
 
اختصاصی ایکنا/ شوق زیارت خانه معبود در مکه + عکس و فیلم 

https://iqna.ir/fa/news/4218101

captcha