ایکنانیوز د سی بی سی نیوز له قوله راپور راکړ، د اوتاوا مسلمانانو له نفرت خورؤنکو څرګندونو سره له مخامخیدا څخه په تیره بیا د اکتوبر په اومه نیټه په غزې د اسرائيلو دیرغلونو له پیلیدا وخت راهسې خپلې تجروبې په ټولنیزو چینلونو کې شریکې کړي دي .
یو ۲۳کلن فلسطینی توکمه عبدالله العیدي چې معمولا د اوتاوا په بلوسوم پارک کوڅې کې یوه جومات ته د جمعې لمانځه ل پاره پلی ځي ووئيل، خیني کسان مونږ ترهه ګرګڼي
په نن سبا شرائطو کې او له طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو وروسته چې د تیر کال داکتوبر په اومه نیټه پیل شوي ا و په درستې نړۍ کې ئې د اسلام ضده څپه نوره زیاته کړې ده، عبدالله العیدي هم دا ویره درلوده چې ممکنه ده ، د کرکه خورونکو ویناؤ او څرګندونو ښکار شي.
تیره اونۍ د اتاوا د پولیسو ادارې (OPS) یوه ۷۴کلنه میرمن له ښاروالۍ سره نزدې په یوې مظاهرې کې د ګډون کونکې یوې ښځې له سره د سکارف یا مکنې د لیرې کولو ، کړاؤ او یرغل اوشرارت کولو په تورتورنه کړه . د پولیسو په وینا دا د په وروستیو میاشتو کې د مسلمانانو په ضد د نفرت خورونې له ډيرو موردونو یو مورد دی . په تیرې جنورۍ میاشت کې پولیسو ، دتیر کال به نسبت د مسلمانانو په ضد په کرکې اونفرت خورونې سره په اړونده پيښو کې د یوسل شپیته فیصدي زیاتیدا خبر ورکړی دی.
د کینیډا د اسلامی کانګرس د ۲۰۰۳کال د رآپور په اساس ، د ستمبر له یولسمې پيښو یو کال وروسته دغه کانګرس ته د مسلمانانو په ضد څه دپاسه ۱۷۰ جنایتونه راپورشوي چې په ۲۰۰۰ کال کې له یولسو موردونو سره په پرتله کې اولس برابره زیات شوي وو.
د کینیډا په پوهنتوني چاپیریالونو :ې د فلسطینیو پلوي محصیلینو د پرلتۍ وهلو کیمپونه لګولي دي څو له خپلو پوهنتونو وغواړي، د اسرائیلو په پوځي شرکتونو کې له هرډول پانګونې ډډه وکړي او نوره دې په دغو شرکتونو کې پانګونې پاي ته ورسوي. ځکه دوي دانسانیّت په ضد په جنایتونو بوخت دي.