IQNA

د آسټریلیا افغان توکمې سناتورې د هیواد د بهرنیو اړیکو له کمېټې د اعتراض په دود استعفا ورکړه

16:54 - June 02, 2024
د خبر لمبر: 3489311
ایکنا - نوموړي یوازې د استرالیا د سناجرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې له خپلې دندې استعفا کړې، خو لا هم د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړې ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي.د اسټرالیا افغان الاصلې سناتورې “فاطمه پیمان” د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل له لوري د فسطینیانو د نسل وژنې په اعتراض کې د دغه هیواد سناجرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي یوازې د استرالیا د سناجرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې له خپلې دندې استعفا کړې، خو لا هم د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړې ده.

فاطمې پیمان د استرالیا له حکومته وغوښتل چې له اسراییلي رژیم سره سوداګري اړیکې پرې کړي.

د استرالیا د «ABC» چینل د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سناجرګې د بهرنیو اړیکو له کمیټې څخه د پیمان استعفا تایید کړې ده.

دې افغان الاصلې سناتورې ټینګار وکړ، هغه څه چې په غزه کې روان دي “نسل وژنه” ده او باید له بل نظره ونه کتل شي.

میرمن پیمان په رفح باندې د اسراییلي رژیم له وروستۍ وحشیانه حملې وروسته په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې د استرالیا حکومت باید په غزه کې د نسل وژنې د ختمولو غوښتنه وکړی، له اسراییلو سره تجارتی اړیکې پرې کړی او د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنی.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i149042

captcha