ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،په تیرو دوو میاشتو کې په کرتو له صهیونیسټانو سره د جنګ د دریدا د ضرورت لپاره وګواښل شوو ،خو د مونږ ځواب دا ؤ چې دلبنا جبهه د غزې له جبهې سره تړل شوې ده.
د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ مرستیال روښانه کړې ده ، له اسرائیلي رژیم سره داوسني جنګ ډول ته په پام سره ، حزب الله د خپلو امکانانو یوازې یوې کمې برخې څخه استفاده کړې ده .
شیخ نعیم قاسم په غزې تړانګې کې د اوربند او د بندیانو د مبادلې لپاره دامریکا د ولسمشر جوزف بایډن وړاندیزي پلان په باب ووئیل، دد حالاتو د آرامولو لپاره د بایډن وړاندیزونه بې اعتباره دي او دا پلان په امریکا کې د اوسنیو انتخاباتو لپاره یوه ډنډوره ده .
د امریکا ولسمشر د تیرې جمعې په ماښام ادعا کړې ده چې صهیونیسټي رژيم د بندیانو د مبادلې او د اوربند دټينګیدا لپاره یو نوی وړاندیز مطرح کړی دی او له لورو ئې غوښتي دي ، دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او ددغه وړاندیز په سر دې سره موافقه وکړي.،داسې وړاندیز چې پکې د صهیونیستي بندیانو خوشی کیدا او د غزې بیا رغونه شامله ده.
په راپور کې وئيل شوي دي چې له لبنان سره د نیواکي ټاټوبو له پوله ایزو سیمو په لسګونو زره صهیونیسټان له ښارګوټو وتلی او لیرې سیمو ته ئې پناه وړې ده او د مقاومتي مبارزانو د توغندوي حملو له ویرې ،بیا دغو پوله ایزو ښارګوټو ته د بیرته ستنیدا لپاره هیڅ اراده هم نه لري.