ایکنانیوز راپور راکوي، له قرآن سره د انس او معرفت محفلونه ،د ایران د اسلامی جمهوریت د اهل تشیّع د حاجیانو د دیره کیدا دځاي پرهوټلو سربیره چې هره ورځ ترسره کیږي، د اهل تسنن دحاجیانو د دیره کیدا په هوټلو کې هم ترسره کیږي.
ایراني قاریان چې د نور قرآنی کاروان په چوکاټ کې د وحي ټاتوبی ته لیږدول شوي دي، د اهل تسنن حاجیانو په مینځ کې په شتون د کلام الله مجید تلاؤتونه کوي او هغوي ورڅخه مستفید کوي.
دغه محفلونه چې زیاتره د کلام الله مجید پرتلاؤت او د قرآئت شوو آیتونو پر تفسیر متمرکز دي ، د رهبرۍ د ستر مقام د بعثې دکلتوري مرستیالۍ په همت سره د ترسره کیدا په حال کې دي .
په عین حال کې په کنګ ورډ هوټل کې د قرآن د انس او معرفت محفل چې د ایران د کرمانشاه او کدرستان د اهل تسنن حاجیانو ددیره کیدا ځای دی ،ترسره شو اوپه دغه محفل کې د ایران ممتاز قاري آرش سوري او د قرآڼی نور کاروان نورو غړو د قرآن کریم د مبارکو سورو تلاؤنوه کړي او د ایران او د نورو هیوادونو د اهل تسنن حاجیان ئې ورڅخه مستفید کړي دي .
ددغو دستورو په دوام کې د اهل سنت یو دینی عالم ماموستا صاحبی دقرآن کریم د مبارکو سورو د آیتونو دتلاؤت په باب خبرې وکړې او په پاي کې هم د مطرح شوي تلاؤت د آیتونو په باب پوښتنې مطرح او یو شمیر حاضرو کسانو ته پکې جایزې هم ورکړل شوې.
ددغه تلاؤت یوه برخه ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4219889