ایکنانیوز راپور راکوي، د ؛حج، قرآن چورلیزتوب او له غزې سره یو زړتوب ؛ نومې نړیوال وبینار او د ۱۴۰۳ کال د حج د شعار( حج، قرآن چورلیزتوب ، د مظلومو فلسطین څخه ددفاع او د اسلامی امت یوزړتوب او اقتدار ) چې د حج او زیارتونو د چارو د ادارې او د رهبرۍ د ستر مقام د بعثې د غږملونکي او پلانونې د شورا له خوا ټاکل شوی دی، د روان کال د حج له مناسکو سره په یووخت ترسره کیږي.
د اسلامی نړۍ او اسلامی امت مهم چیلنجونه او مشکلات او په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ملت مشکلات او د قرآن کریم د لوړو تعلیماتو باندې مشتمل د صهیونیسټي نیواکګرو په ضد د هغوي له مبارزو څخه ملاتړ ، د فلسطین د موضوع په ژوندئ ساتلو کې د طوفان الاقصی عملیاتو اغیزې او د روان کال د حج په دستورو کې د صهیونیسټي دښمنانو څخه پر برائت د ټينګار ضرورت، په دغې پیښې کې د حاضرو کارپوهانو او شخصیّتونو په ویناؤ کې مطرح شوي موضوعګانې دي.
ددغه وبینار د ترسره کیدا وخت به، د غبرګولې یا جوزا دمیاشتې ۲۱ نیټه چې د ذبی الحجې دمیاشتې له دریمې نیټې سره سمون خوري، د تهران په وخت سهار نهه بجې وي.
د تهران دپوهنتون استاذ ډاکټر محمد علی آذرشب ، دملایشیا د اسلامی تنظیمونو د شورا د دارالانشاء مشر عزمي عبالحمید، د لبنان د مسلمانو عالمانو دټولنې مشر شیخ غازي جنینه، دترکیې د اهل بیت(ع) دعالمانو د ټولنې مشر قدیر آکاراس او د امریکا تازه مسلمان شوی او اسلام پيژاند جان آندرو مورو په دغه وبینار کې حاضر ویناوال دي.
د وبینار آنلاین خپرونه په www.aparat.com/iqnanews/live ايډریس سره د آپارات له ویب پاڼې څخه لیدلی شئ او په دغې انټرنیټي ناستې کې د حاضرانو د ویناؤ محتوا د ایکنانیوز په ویبپاڼې کې لیدلی شئ.