د ؛واعدنا ؛ لمونځ یا د ذی الحجې لمونځّ یو هغه مستحب لمونځ دی چې د ذی الحجې میاشتې په لومړۍ لسیزې کې ئې د ادا کولو سپارښتنه شوې ده او ډير زیات ثواب لري.
د ذی الحجې لمونځ ددغې میاشتې په لومړیو لشو شپو کې د ماښام او ماسخوتن لمانځه ترمینځ ادا کیږي.
دغه لمونځ د سهار د لمانځه په شان دوه رکعتي دی په دې توپیر سره چې په هر رکعت کې د حمد او توحید سورو له لوستلو وروسته، د الأعراف سورئې ۱۴۲ آیت ؛ وَ واعَدْنا مُوسی ثَلاثینَ لَیْلَهً وَ أَتْمَمْناها بِعَشْرٍ فَتَمَّ میقاتُ رَبِّهِ أَرْبَعینَ لَیْلَهً وَ قالَ مُوسی لِأَخیهِ هارُونَ اخْلُفْنی فی قَوْمی وَ أَصْلِحْ وَ لا تَتَّبِعْ سَبیلَ الْمُفْسِدین» تلاؤت کیږی . هغه کسان چې دغه آیت ئې حفظ نه وي، د قرآن اویا له یاددښت څخه هم لوستلی شي.
د ؛وواعدنا؛ یا د ذی الحجې ؛ لمونځ، د صحیح او باؤري حدیثونو او روایتونو په اساس، ډير زیات ثواب لري او څوک چې دا ترسره کړي،نو د ټولو حاجیانو په ثواب کې شریکیږي.له حضرت امام محمد باقر علیه السلام د یوه نقل شوي حدیث په اساس هغه څوک چې دغه لمونځ ولولي ، د حج د اعمالو ثواب به ورکړل شي.
ذی الحجې میاشت د مسلمانانو دوه لوی او ستر اخترونه یعني د قربانۍ یا لوي اختر او د غدیر اختر لري. او په حج تمتع باندې د حاجیانو د تشرف وخت دی . پر دې سربیره دغهه میاشت د قمری کال تر ټولو وروستۍ میاشت هم ده .