IQNA

مشهد مقدس ته د افغانستان د هرات د یوشمیر کسانو لومړنی زیارتي سفر

8:16 - June 11, 2024
د خبر لمبر: 3489361
ایکنا – د افغانستان په هرات کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د کلتوري خونې په ملګرتیا سره د افغانستان د هرات یو شمیر هغه کسان چې د لومړي ځل لپاره د مشهد زیارت ته ځي ا د زیارتي کاروانونو او پلاؤ د مسئولانو او د زیارت د حوزې شل فعالان د افغانستان له هراته  مشهد مقدس ته سفر کوي.

ایکنانیوز د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې  دعمومي اړیکو له قوله راپور راکوي، په مشهد مقدس کې د افغانستان د هرات د زیارتي کاروانونو او پلاؤ د مسئولانو او د زیارت د حوزې د شلو فعالانو او د لومړي ځل لپاره ځینو زیارتوالو شتون ته په پام سره د قدس رضوي د آستان د اسلامی څيړنو د فاؤنډيشن په ځای کې یوه ګډه غونډه جوړه شوه.د افغانستان په هرات کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د کلتوري خونې مسئول او کلتوری آتاشي مجید خالق نیا ددغې ډلې د سفر موخو ته اشاره وکړه او وې وئيل،د افغاسنتان زیارتوال په منسجمو ډلو کې او له کلتوری پروګرامونو سره یوځاي  چې د قدس رضوي   آستان په غږملتیا سره به ترسره شي، مشهد مقدس ته لیږل کیږي او دا لومړنۍ ډله ده چې  په هغو کېد صادقیه علمیه حوزې یو مسئول او د عالمانو د شورا منشي حجةالاسلام  قرباني، د محمدیه علمیه حوزې مرستیال حجةالاسلام حسني ، د قرآن کریم یو شمیر حافظان او د زیارتي کاروانونو مسئولان  او د زیارت دحوزې یو شمیر خیّریّن پکې شتون لري.

د افغانسان په  هرات کې د ایرا د کلتوري خونې مسئول  د افغانستاني زیارتوالو د ځانګړي کلتوري اودیني او قرآنی پروګرامونو د اجرا لپاره د قدس رضوي آستان دملګرتیا غوښتنه وکړه.

سفر زیارت‌اولی‌ها از هرات افغانستان به مشهد مقدس

د ایران د خراسان رضوي  د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې د نمایندګۍ مشر حجةالاسلام باقري  مطرح کړه ، مونږ د خپل ورور  ،دوست او ګاونډي هیواد افغانستان  کې د خپلو خوئيندو او وروڼو په باب د دوستۍ اونزدیکت احساس لرو او دا احساس د اهل بیت علیهم السلام  دټولو دوستانو  لپاره شته دی. هغه زیاته کړه ، ارواښاد حضرت امام خمیني د زړونو محبوب کیږي ، شهید قاسم سلیماني هم همدغه شان دی ،خداوندمتعال د شهید سلیمانی بیرغ  په درستې نړۍ کې وځړوه ، دا یو الهي سنت  دی.

د افغانستان د هرات د صادقیه علمیه حوزې یوه مسئول او د عالمانو د شورا منشي حجةالاسلام قرباني  د آیت الله ابراهیم ریئسي  دشهادت په تسلیّت وئيلو سره  هغه یو نړیوال په ښه والي پوښل شوی  شخصیّت وباله چې  په هماغه اندازه  چې د ایران خلک د هغه په شهادت غمجن دي او خپګان احساسوي ، د افغانستان خلک هم په هماغه اندازه په دغې لوئې غمیزې  غمجن دي او تشه احساسوي. او په دغې لوئې غمیزې ئې ویر او ماتم کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4220630

 

captcha