IQNA

د نصبولو په درشل کې د خانه کعبې نوي پرَده(فیلم)

10:11 - June 15, 2024
د خبر لمبر: 3489381
ایکنا – د خانه کعبي پرَده  د تور حریر یا وریښمو یوټوکر دی چې د قرآن کریم آیتونه په طلائي تار سره لیکل شوي  او هرکال د حج په دستورو کې د عرفې   ورځې په سهار بدلیږي.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د خانه کعبې پرَده د تور حریر یا وریښمو یو ټوکر دی چې په طلائي تارونو سره ګنډل کیږي او هر کال د حج د مناسکو په وخت د عرفې په ورځې سهاربدلیږي.په دغې پردې د طلا اوسپين زرو په تارونو سره د قرآن کریم آیتونه لیکل کیږي ،په پرَدې کې حریر کارول شوی او په پیل کې په نارمل اوبو سره  وینځل کیږی او له دې وروسته ورته رنګ ورکول کیږی.د آیتونو له لیکلو مخکې ټول تارونه په دقت سره ارزول کیږي څو د مضبوتیا او عیار پشمول لازمې ځانګړنې ئې له څارنې تیرې شي او کومه نیمګړتیا پکې نه وي او له اروزلو او څارنې وروسته د لسګونو تخنیکي او فني کسانو په وسیله  ورباندې لیکل پيلیږي ان تردې چې نصبولو ته تیاره شي او د عرفي ورځې په سهار په خانه کعبې د مخکینۍ پرَدې په لیرې کولو سره نصب شي.

https://iqna.ir/fa/news/4221477

captcha