ایکنانیوز راپور راکوي، دغه جشنواره د ایران ولس ته په خدمت کې د شهید آیت الله ابراهیم ریئسي د بې ځنډه او سرښیندونکي هڅو په درنښت او احترام سره او دغه راز په ټولنې کې د صادقانه او زیارکښو خدماتو د لوړو ارزښتونو په دودولو سره ، د ایسان خبری آژانس پههمت او د پوهنتوني جهاد د کلتروی مرستیالۍ او د قرآن نړیوال خبری آژآنس (ایکنا) په ملګرتیا سره ترسره کیږي.
ددغه راپور په اساس،په دغې جشنوارې کې ګډون سره لیواله محصیلین د اجتماعی یوزړتوب د رامینځة کولو په موخې سره او د شهید ریسی د مجاهدانه خدمت په باب دغې جشنوارې ته خپلې لیدتوګې ،آئيډیاوې ، اینفوګرافیک او ویدیوئي ، انځوریز کلیپونه او په متن مشتمله محتوا په تولید سره لیږلئ شي.
دغه جشنواره د شهید ولسمشر او ځانګړنو او د راتلونکي ولسمشر د خصوصیاتو په دو کلي موضوعګانو ترسره کیږي.
همداراز د شهید آیت الله ریئسي د غوره ځانګړنو او پيښو په زمینې کې د ؛عیار حکمراني ؛نومې جشنوارې چورلیزونو کې ؛
په اقتصادي اصلاحاتو کې،دمالی او بانکي سسټمو د سموَّلو په زمینې ترسره شوو اقداماتو ارزول ، د پانګونې او تجارت ښه کول،د خصوصي برخې پیاوړتیا او له تیلو سره داړوندوالي کمیدا شامله ده.
د صنعت او ټیکنالوجۍ په پراختیا کې هم :د وړو صنائعو په پارختیا کې د هلوځلو ارزول ، داخلي تولید ته هڅول او پوهه بنسټه فعالیتونوڅخه ملاتړ شامل دي .
د کرهڼيزو او آبی سرچینو په برخې کې په پانګونو کې ؛ د کرهڼیزو چارو او مالدارۍ او د آبی سرچینو د پراختیا د پروژو ارزول .
په محرومو سیمو کې د سلامتیا د برخې پراخیا؛ په کم پراختیائي یمو کې د سلامتیا د ښه کولو د پروګرامونو تحلیل.
د خپلواکۍ او امنیت ساتل؛ په دفاعي او امنیتی نظام کې د پیاوړتیا په زمینې کې د اقداماتو ارزول.
له فساد سره مبازه؛د قضائي نظام پیاوړتیا او د حکومت د فعالیتونود شفافوالي ارزول:
روحانیّت او ولس؛ د ولس او روحانیّت د ټولنې ترمینځ پیوند.
د راتلونکي ولسمشر اصلی خصوصیان او ځانګړنې ؛
مدیریت او کفایت ؛
د ولسمشر اجرائی او مدیریّتي توانمنیو ارزول .
ایمان او دیني ژمنتیا؛
دیتي ارزښتونو او اصولو ته پابندي
فساد ضده او عدالت غوښتنه.
اجرائي عدالت او د ښاریزو د حقوقو ساتل.
د فساد له هرې بڼې سره مبارزه .
انقلابی او جهادي کړچار ا و کړنې.
د جهادی او انقلابی پروګرامونو اوسیاستونو اجرا.
د ملی اهدافو تحقق او خوښ سیاسی او اجتماعي بدلونونه.
داخلی توانمنیو باندې اعتقاد درلودل؛:
له داخلی توانمنیو او سرچینو استفاده.
دتل پاتې پراختیا تحقق او اقتصادي وده.
ځوانانو او ځوان پالنې ته امید؛
ځوان ځواک ته توجه او هغوي د فرصت ورکول.
په سیاسی ، اجرائي او د هیواد په پراختیائي بهیرونو کې د ځوانانو ګډون.
ولسی شونه ؛
دخلکو اړتیاؤ او نظرونو ته توجه .
په سیاست جوړونکو او دعمومی سیاستونو په اجرائي بهیرونو کې له خلکو سره تعامل.
په سختو شرائطو کې د امید ساتل؛
سیاسی او اقتصادي نظام ته د اعتماد او امید منتقلول او راپنځول.
په ټولنې کې د خوشبینۍ د رامینځةکولو لپاره د اجرا ووړ او روښانه پروګرامونو وړاندې کول.
د اسلامی انقلاب اساس او اصولو باندې خبر ، فعال او معتقد شونه؛ د هیواد د موخو د پرمخ بیولو لپاره د اسلامی انقلاب په اساس د یوه معتقد، پوه ، زیارکښ، فعال ولسمشر د ټاکلو ضرورت.
انتخاباتي اخلاق؛
د اخلاقو په ریاعتولو ټینګار، په انتخاباتي تبلیغاتو او سیالیو کې له تورونو،خرابولو او بد رد وئيلو څخه ډډه کول.
د خدمت لپاره سیالي؛ دیوې دندې په توګه انتخاباتو ته کتنه او دقدرت دترلاسه کولو لپاره نه ،بلکې د خدمت لپاره سیالي.
د عیار حکمراني نومې د جشنوارې په موخو کې چې د ایسنا له خوا مطرح شوې دي؛د محصیلینو د سیاسی فکر او پوهیدا لوړتیا، په سیاسی او انتخاباتي بهیرونو کې فعال ګډون ته هڅول، په محصیلینو کې د انقلابی ، جهادي،او عدالت غواړي روحیې پياوړتیا او د مهمو سیاسی او اجتماعي موضوعګانو د ارزونې او د نظر مبادلې لپاره د یوه پلیټ فارم رامینځةکول.
د جشنوارې د آثارو د ثبتیدا زمان بندي د آیت الله ریئسي د شهادت له وخت څخه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ د ترسره کیدا تر ورځې پورې. اعلان شوې ده . د آثارو قضاؤت به هم د چنګاښ یا سرطان دمیاشتې له لسمې نیټې ترسره شي او د چنګاښ د میاشتې په دیارلسمې ڼیټې به ئې نتیجې اعلان شي.
همداراز مینه وال د یاددښت، راپور ، خبرې اترې ،ویډیو ، او د ګرافیک په سیالیو کې ، خپل اثار وړاندې کولی شي.دغه آثار باید د ایران د محصیلینو خبری آژانس (ایسنا) د سایټ له لارې ولیږل شي او هر ګډون کونکی ډیر ترډیره درې آثارو لیږلی شي.
https://event.isna.ir/ انټرنیټي ایډریس د مینه والو لپاره د آثارو د لیږد او د جشنوارې د مرحلو د ترسره کیدا د مرحلو اطلاعات ورځې په اساس اپډيټ کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4221478