ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ د کاندیدانو په لومړنۍ ټيلیویژني مناظرې کې،مسعود پزشکیان،مصطفی پورمحمدي، سعیدجلیلي، علیرضا زاکاني،سید امیر حسین قاضی زاده هاشمي او محمد باقر قالیباف، د قرعه کشۍ په اساس د اقتصادي موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې او پروګرامونه بیان کړل او د پروګرام اجرا کونکي او د نورو کاندیدانو په وسیله مطرح شوو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل.
په دغه مطلب کې په دغې مناظرې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ د کاندیدانو د لیدتوګو او اساسی خبرو یو غورچاڼ ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
امیر حسین قاضی زاده هاشمي ؛ لومړنی کس ؤ چې د ترسره شوي پَچې په اساس ئې د کارپيژاندو پوښتنو ته په ځواب کې ووئيل؛مونږ له نړیوالو تجروبو څخه استفادې او زده کولو ته قایل یوو؛ خو سمه او ناکامه تجروبه، پخپلو کې سره پرتله کوو او په نظر کې ئې نیسو .
د قاضی زاده په اند، ډیری هیوادونه په اقتصادي حوزې کې د نړیوال بانک له سیاستونو څخه د پیروۍ په دلیل له جدي بحرانونو سره مخ دي.
محمد باقر قالیباف هغه دوهم کاندید ؤ چې د ټاکل شوي وخت په اساس ئې د مطرح شوي پوښتنې په باب خپلې لیدتوګې بیان کړې او وې وئيل؛ باید د بندیزونو دختمولو،د بندیز په حوزې کې د اقدام په وړاندې اقدام او د شانګهائي ملګرتیاموسیسې، بریکس ډلې او ددوي په شان نورو حوزو ته پام په ایجنډا کې شامل شي.
مسعود پزشکیان، دریم کاندید ؤ چې په لومړنۍ انتخاباتي مناظرې کې ئې د کارپيژاندو پوښتنو ته په ځواب کې ووئيل؛د ټولو د ګډون او شتون د لومړني پروګرام د اجرا لازمه،له اختلاف لیرې او له داسې غوره کارپيژاندو څخه استفاده ده چې ګوندي او ډلو ټپلو سره اړونده نه وي،داسې کسان چې پوهنتونوال او متخصص کسان وي.
پزشکیان ددې خبرې په کولو سره چې په اقتصادي ډګر کې هر کړچار باید د انفلیّشن د کمیدا سبب شي، ووئيل؛تولیدونکو، تجارتي کوټو او هغو ټولو کسانو ته چې په تولید کې ګډون کوي، باید ډګر ورکړوڅو په فیصلو کولو او فعالیتونو کې لاسونه پرانیستي وي.
سعید جلیلي هغه څلورم کاندید ؤ چې د کارپيژاندو پوښتنو ته ئې ځواب ورکړ.هغه ووئيل،د اقتصادي ودې د تحقق لازمه یوازې د پانګې جذبول نه دي،بلکې له دې لامهمه د ټولنې وګړو ته مشارکت ورکول دي او حکومت باید رول ولوبوي.
سعید جلیلي ووئیل، حکومت باید د ملت د هر یوه وګړي لپاره چې د رول لوبونې لپاره وړتیا او هوډ لري، لازمې زمینې برابرې شي.
علی رضا زاکاني هغه پنځم کاندید ؤ چې د ټاکل شوي وخت په اساس ئې د کارپيژاندو پوښتنو ته ځّوابونه ورکړل او وې وئيل؛ د تولید په حوزې کې خام فروشئ ته بې پامي او په زیات ارزښت سره نهائي محصولاتو د وړاندې کولو زمینې ته بې توجهي په نظر کې ده .
زاکاني روښانه کړې ده ،پر قانون مشتمل د خلکو د ګډون په باب باید امکان وړاندې شي،په ټيکنالوجۍباندې په تکې سره بهیرونه لنډیدلی او تجهیزات ورکوټي کیدلی شي او خلک په اقتصاد کې واریدیدلی شي او نهایتا د هغې شتمنې د پنځولولپاره چې ترسره کیږي، عادلانه ویش په نظر کې ونیول شي.
حجةالاسلام مصطفی پور محمدي هغه ترټولو وروستۍ کاندید ؤ چې د کارپيژاندو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل او ددې خبرې په کولو سره چې اقتصادي مشکلاتو لازما اقتصادي حل لارې نه لري ، ووئيل؛ په ملی توان او مدیریّت سره مشکلات حل کیدلی شي، خو باید د کارپيژندنې نظرونو ته کوم ارزښت ورکړو،مونږ سیاستوالان یوو ،باید د کارپيژندنې په پشتوانې سره ، د کارپيژاندو او خلکو په نظرونو سره لومړیتوبونه وټاکوو.
حجةالاسلام مصطفی پور محمدي ددې خبرې په کولو سره چې اوس د ټیکنالوجۍ پوهې ، تخصص او تجروبې زمانه ده ،ټينګار وکړ؛مالی ثبات په هرې یوې ټولنې کې د اقتصادي بریالیتوب راز دی .
د وئيلو ده د ایران د ا سلامی جمهوریت د ولسمشرۍ انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ وارمخکې انتخابات ،د چورلکې د نسکوریدا د پيښې له امله د ایران د اسلامی جمهوریت د وخت د ولسمشر ابراهیم ریئسي په شهادت پسې د جون په ۲۸ نیټه ترسره کیږي.