IQNA

د عربستان د ملک فهد ځانګړي چاپ له کمپلیکس څخه د حاجیانو لیدنه(انځورونه)

8:14 - June 22, 2024
د خبر لمبر: 3489412
ایکنا – د نړۍ د ۸۸ هیوادونو څه دپاسه درې زره ښځو اوسړیو حاجیانو  سږکال د حج په دوران کې د عربستان د  ملک  فهد  په نامې سره د قرآن کریم د چاپ او نشر ځانګړی کمپلیکس ولید.

ایکنانیوز  د الریاض له قوله راپور راکړ، سږکال د حج په ماسکو کې  د نړۍ د ۸۸هیوادونو څه دپاسه درو زرو حاجیانو د قرآڼ کریم د نشر او چاپ ځانګړی ملک فهد کمپلیکس ولید او د  مختلفو برخو له کارندوالی خبر شول.

دغه کتنه  د عربستان د دعوت او ارشاد  او دا سلامی چارو د وزارت له خوا د:  الرّحمن د میلمنو؛ په چوکاټ کې ترسره شوه.

بهرنیو میلمنو  په دغې کتنې کې په نړۍ کې د قرآن کریم ترټولو لوی چاپ او خپروندوئې  مختلفې برخې ، د قرآن کریم  دترجمې او چاپ له هماغه له لومړنیو مرحلو رانیولې تر وروستي ارزونې پورې او د خطي نسخو تر تطبیق او  همداراز د  په مختلفو ژبو تر ترجمه کولو  او دنړۍ په مسلمانانو کئې تر  ویشونکو  برخو پورې څانګې ولیدلې او دهغو له کارندوالي خبر شول.

د دغې کتنې په پآي کې  د قرآن کریم د چاپ اونشر ملک فهد  ځانګړی کمپلیکس حاجیانو ته  پّ مختلفو  ژبو ژباړل شوي  قرآني نسخې هم ډالۍ کړې.

 

https://iqna.ir/fa/news/4222544

captcha