IQNA

د کعبې شریفې په شاوخوا کې د قرآن زده کړې د پروګرام پیل

15:03 - June 27, 2024
د خبر لمبر: 3489446
ایکنا – د مسجد الحرام او مسجد النبی  عمومی تولیّت  یا منجوّر د  خانه کعبې په شاوخوا کې تر ۳۹ ورځو پورې د  په مسجد الحرام کې د قرآڼ د  اوړي  پروګرام د پیلیدا  خبر ورکړ.

ایکنانیوز د السبق له قوله راپور راکوي،  د مسجد الحرام او مسجد النبي  عمومی مدیریّت  په مسجد الحرام کې  د خانه کعبې په شاوخوا کې تر ۳۹ ورځو پورې د  قرآن د اوړي  د پروګرام د پيلولو  خبر ورکړ. دغه پروګرام په ؛د خانه کعبې له شاوخوا،  له قرآن سره یو ځاي کیدا ؛  په شعار  سره ترسره کیږي او د ذی الحجې له ۲۳ پیلیږي او د صفرې دمیاشتې تر څلورمې نیټې پورې به دوام وکړي.

د مسجد الحرام او مسجد النبی  د عمومی مدیریّت  ترنظر لاندې  قرآنی اوړي  پروګرام  تر ۳۸ ورځو پورې ترسره کیږی . دغه پروګرام د مسجد الحرام او مسجد النبی  ددیني چارو د ریاست یوه مهمه سټراټژي  ده چې  ددینی او تعلیمي پروګرامونو کې د نویوالي په موخې سره اجرا کیږی.

د مسجد الحرام او مسجد النبی  عمومی مدیریّت به مسجد الحرام کې د قرآن د اوړي پروګرام  د اجرا یو ترټولو مهم هدف، له قرآن کریم او د هغو له تعلیماتو سره د اسلامی امت په تیره بیا د ماشومانو اوزلمیانو پيوندول  او  همداراز  د  اخلاقو د تهذیب  به خاطر  د هغو د اخلاقي  و چلندي زده کړو ترڅنګ  د هغو د تلاؤت او حفظ  زده کړې دي.

 پر دې سربیره د اوړي د قرآن دغه پروګرام نور کارندوالي،او د قرآن کریم په تلاؤت،حفظ او تجوید کې د مسلط کیدا په خاطر  او شخصي توپیرونو ته په پام سره د زده کړې په مناسب چاپیریال کې  د قرآن کریم  د سمو زده کړو  او رودو  رامینځةکول او زده کول   دي.

د قرآڼ د زده کړې اوړي پروګرام  په  حضوري بڼه ترسره کیږي او تلاؤت ،ترتیل  او بیا بیا تکرارول پکې شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4223388

captcha