IQNA

په د نیاکې د اسلامی جمهوری نظام عزت او احترام په ډګر کې د ولس له شتون سره اړونده دی

11:12 - June 28, 2024
د خبر لمبر: 3489447
ایکنا - د اسلامی انقلاب  ستر لارښود نن سهار  په لومړنیو شیبو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راي اچونې په مرکز کې په شتون سره خپله رایه  واچوله  او وې وئيل، خلک دې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره هیڅ شک ونه کړي.

ایکنانیوز خبریال راپور راکړ، د ا سلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  نن سهار په امام خمیني امامباړې کې  خپله رایه صندوق ته واچوله او  له دې وروسته ئې  د انتخاباتو ورځ د ایرانیانو لپاره د خوشالس اوتاندوالی ورځ وبله او په انتخاباتو کې ئې  د خلکو د شتون په وسیله  ئې د ایران د اسلامی جمهوریت ټینګتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ، د ایران قدرمن ولس دې  په د غه مهم سیاسی امتحان کې  د شتون او د رایو ورکولو موضوع جدي وګڼي او په دې اړه دې پخپل زړه کې هیڅ ډول شک ونه کړي.

رهبر معظم انقلاب رأی خود را به صندوق انداختند

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  په انتخاباتو کې دخلکو ولولناک شتون او د رای ورکونکو پراخ ګډون د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره یوه چورلټه اړتیا وبلله او وې وئيل،  د ایران اسلامی جموریت هماغه شان چې  له نامې ئې مشخصه ده ،  دهغه په ذات کې د خلکو د شتون لحاظ شوی دی،پر دې اساس په دنیا کې د  اسلامی ایران  عزت او احترام  د خلکو شتون  سره تړلې ده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون  د اسلامی جمهوری نظام  د صداقت او سموالي  د اثبات  لپاره یو لازم او واجب  اقدام وباله او هیله ئې وښودله،راتلونکي کلونه  دایران لپاره ښه کلونه دي او خلک دې له خپلې ټاکنې  راضي شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  دنهم ولسمشر د ټاکلو لپاره ،د ولسمشرۍ د انتخاباتو څوارلسم پړاؤ  نن جمعې ورځې د ایران په داخل کې د رایو  په 59  مرکزونو او د نړۍ په 95 هیوادونو کې پيل شوی او تر لسو ساعتونو پورې به دوام ومومي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ دانتخاباتو په څوارلسم پړاؤ کې  د رای ورکونکو د شرائطو لرونکو شمیر  یوشپیته میلیون څلور لکه دوه پنځوس زره  او درې سوه یویشت تنه  دی.

https://iqna.ir/fa/news/4223669

captcha