IQNA

د ایران او پاکستان د علمي او کلتوري اورګانونو تعاملات دې پياوړي شي

10:34 - July 03, 2024
د خبر لمبر: 3489475
 ایکنا - د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریت د علمي او کلتوري خبرواترو د ټولنې دویمه غونډه، د دوو ورځو په موده، د ایران د پوهنتوني مسئولانو د یو پلاوي په ګډون په اسلام آباد کښې ترسره شوه او په کښې ویناوالو د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د علمي، لوړو زدکړو، تحقیقات او د دواړو ګاونډیانو ترمینځ د ولسي اړیکې د پياوړتیا غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز  د پارس ټوډې له قوله راپور ارکړ،د ایران د دینونو او مذهبونو د پوهنتون د مشر سید ابوالحسن نواب په مشرۍ د ایران د شپږو پوهنتونونو مشرانو او مسئولانو په یادې غونډې کښې ګډون کړی و.

 د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریت د علمي او کلتوري خبرواترو د ټولنې دویمه غونډه، د دوو ورځو په موده، د ایران د پوهنتوني مسئولانو د یو پلاوي په ګډون په اسلام آباد کښې ترسره شوه او په کښې ویناوالو د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ د علمي، لوړو زدکړو، تحقیقات او د دواړو ګاونډیانو ترمینځ د ولسي اړیکې د پياوړتیا غوښتنه وکړه.

د ایران د دینونو او مذهبونو د پوهنتون د مشر سید ابوالحسن نواب په مشرۍ د ایران د شپږو پوهنتونونو مشرانو او مسئولانو په یادې غونډې کښې ګډون کړی و.

د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیشن مشر «مختار احمد» هم دغه هیواد ته د ایران د پوهنتوني مسئولانو او علمي پوهانو له سفره د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د کلتوري، علمي او روزنیزو اړیکو پراختیا او د پوهنتونوالو ترمینځ د ملګرتیا زیاتیدل د ایران او پاکستان د ولسي اړیکو په شمول د هراړخیزو اړیکو له پراخولو سره د مرستې لپاره ضروري او اړین دي.

د ایراني پلاوي مشر هم پاکستان ته له سفر او په علامه اقبال یونیورستۍ کښې له شتونه د خوښۍ په ښودلو سره، د دواړو هیوادونو په ګډو ارزښتونو او د ښوونې، کلتور، پوهې، اقتصاد او علم په برخو کښې د ملګرتیا په اهمیت تاکید وکړ.

تعاملات نهاد‌های علمی و آموزشی ایران و پاکستان باید تقویت شود

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i149914

captcha