ایکنانیوز د رهبرۍ د وبسایټ له قوله راپور راکوي،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهمه مرحله ډیره مهمه ده، وفرمائيل؛ دا چې تصور وشی ، هغه کسان چې د انتخاباتو په لومړي پړاؤ کې ئې راي نه دي ورکړي ، د نظام مخالف دي په بشپړ یو تیروتی اوغلط اخستون دی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن ماسپښین د شهید مطهري لوړې مدرسې له نوي تولیّت یو شمیر مدیرانو او استاذانو سره په کتنې کې د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره وفرمائيل؛ د ولسمشرۍ دانتخاباتو دوهمه مرحله ډیره مهمه ده.
دوي ټينګار کړی، هغه کسان چې اسلام ،جمهوری اسلامی نظام او د هیواد پرمختګ سره مینه لری،دا موضوع په انتخاباتو کې پخپل شتون سره نندارې ته وړاندې کوي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کې وفرمائيل؛ دا چې تصورّ وشي، هغه کسان چې د انتخاباتو په لومړنۍ مرحلې کې ئې رایه نه ده ورکړې د اسلامی نظام مخالف دي یو بشپړ تیروتی اخستون دی.