IQNA

10:25 - July 07, 2024
د خبر لمبر: 3489489

مقاومت،ایران خپل همیشنۍ ملاتړی او پشتیبان ګڼي

ایکنا – د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر الله د ایران د نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د بریالیتوب په مناسبت  پخپل پيغام کې ټينګار وکړ، حزب الله او نورې مقاومتی ډلې ټپلې  دایران اسلامی جمهوریت  خپل همیشنی اوقدرتمن ملاتړی او پشتیبان ګڼي.

مقاومت،ایران خپل همیشنۍ ملاتړی او پشتیبان ګڼي

ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د ایران د ولسمشر په توګه د ډاکټر مسعود پزشکیان د ټاکل کیدا په باب د مبارکۍ په پیغام کې ووئيل اسلامی ایران د مقاومتي چورلیز همیشنۍ ملاتړ اوکلک پشتیبان دی.

سید حسن نصرالله په دغه پیغاکې  ووئيل، مونږ په حزب الله او د سیمې په مقاومتي غورخنګونو کې د ایران اسلامی  جمهوریت یو همیشنی او ثابت  او پياوړی پشتیبان ګڼو.

د  حزب الله غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ، مونږ د تاسو له حکومت سره  د وروستي بریالیتوب د پوره کیدا د تحقق په لور چې چورلیز به ئې پیاوړی اومقتر ایران وي ، دوام ورکړو.

د سیمې او نړۍ مختلفو هیوادونو مشرانو اوسیاستوالانو د ایران داسلامی  جمهوریت د نوی ولسمشر په ټاکلو کې ډاکټر مسعود پزشکیان ته د مبارکۍ پيغامونه لیږلي او دغه پيغامونه هماغه راز دوام لري.

مسعود پزشکیتان د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په څوارلسم پړاؤ دوهمې مرحلې کې له ټولو اچول شوو دیرش میلیون پنځه لکه دیرش زره یو سل اوه پنځوس رایو څخه د ۱۶میلیون ۳ لکه څلور اتیا زره څلور سوه درې راي وګټلې او د سعید جلیلی په مقابل کې  چې دیارلس میلیون پنځه لکه اته دیرش زره او یوسل نهه آویا راي ئې ترلاسه کړي ، بریالی شو او د ایران نهم ولسمشر او د خداي بخښلي ولسمشر ابراهیم رئیسی  جانشین شو.

https://iqna.ir/fa/news/4225292

captcha