IQNA

په غزې کې جنایتکار دښمن هیڅ یوې موخې ته نه دی رسیدلی

5:39 - July 11, 2024
د خبر لمبر: 3489517
ایکنا -د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ووئیل،نن سبا نتنیاهو،بن ګویر اواسموتریچ هغه کسان دي چې دخپلو ګټو او په قدرت کې د باقي پاتکیدو د تضمین لپا ره کومې موافقې ته د رسیدا مخه نیسي ،ناکامي ددښمن رژيم په داخل کې ددې مرحلې عنوان دی ،ځکه چې په غزې کې د دښمن یوه موخه هم پوره شوې نه ده.

اسرائيل په ترټولو بدو شپو ورځو کې ژوند کوي

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  جنایتکار صهیونیستي رژيم د خپل جعلی تاریخ ترټولو بدې شپې ورځې تجروبه کوي او په نهایت کې  به په غزې کې د جنګ درولو ته اړشي.

العهد خبری سایټ راپور ورکړی، سید حسن نصر ا... دخپلې ویناپه پيل کې  له غزې تړانګې څخه  د پشتیبانۍ په جبهې کې د  لبنان دحزب  ا...  دشتون په باب  ووئيل؛ له غزې د لبنان د  پشتیبانۍ د جبهې هدف  په شمالي جهبې کې د دښمن ستړي کول  او پخپله ګټه په غزې تړانګې کې  د جنګ د  حل  د فرصت سلبول دي او اوس وینو چې  ددښمن پوځ  د مقاومتي چورلیز دمبارزانو د نفوذ څخه  د ویرې په دلیل په تیره بیا د جاسوسۍ د تجهیزاتو د  له لاسه ورکولو  په دلیل ، د شمال د خالي کولو وړتیا نه لري.

سید حسن  نصر ا... زیاته کړې ده ،  له صهیونیستي رژيم سره د مونږ د جنګ موخې  هره ورځ په پوره کیدا دي او په ټولو زمینو کې  ددښمن  او د هغه  پوځ ستړیکیدا  هم ددغې موضوع ښودنه کوي.

 د لبنان د حزب ا... عمومی منشي روښانه کړه ،  د جنګ له لارې  دښمن په غزې له تیریو غړولی شو او دوي پوهولی شو  چې د شمالی جبهې د جنګ  دریدا  په غزې د تیریو له دریدا سره اړونده  ده.

سید حسن نصر ا...  دې ته په اشارې سره چې  دقدس دنیواکګر رژيم  پوځ  دځواک له کمښته سر ټکوي ،ووئیل؛ صهیونیسټي د ښمن دمګړئ  د خپل جعلي تاریخ ترټولو  بدې شپې ورځې تجروبه کوي.  دلبنان د حزب ا... ولسي غورځنګ  عمومی منشي د صهیونیسټي رژيم د حملو ددریدا او په غزې کې د اور بند پرزرترزره ټينګیدا باندې په ټينګار سره  ووئیلو اسرائیل  دحماس په نابودۍ کې له ناکامۍ وروسته نور د حزب ا... لپاره هیڅ ګواښ نه دی.

 هغه په دوام کې د ایران د ولسمشرۍ  انتخاباتو ته په اشارې سره  له مقاومته د ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان  د ملاتړ پیغام  قدرونه وکړه او دا دریځ ئې  له مقاومتي چورلیزه په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت پر اصولي ثبات د تائيد ټپه وبلله .

https://iqna.ir/fa/news/4226121

captcha