ایکنانیوز د آناتولی له قوله راپور ورکړی،د نیواکي قدس او د لویدیځي غاړې له مختلفو سیمو په لسګونو زره خلکو د جمعې لمانځه د اقامې لپاره ځانونه الاقصی جومات ته رسولي دی.
دځاي سرچینو دراپور په اساس، د نیواکي قدس او لویدیځي غاړې په لسګونو زره فلسطنییانو پرون جمعې ورځې د جنایتکار صهیونیستي رژيم له سختو امنیتی تدبیرونو سره سره ځانونه دجمعې لمانځه داقامې لپاره الاقصی جومات ته ورسول. دلمانځه له اقامې سره په یووخت ، د صهیونیسټي رژیم پوخیانو د الاقصی جومات په صحنونو او دروازو کې او په قبةالصخره کې پراخ شتون درلود.