IQNA

 په میلاد ټاؤر کې د مقاومت د حوزې د هیوادونو د تمدن دعظمت نندارتون

10:28 - July 29, 2024
د خبر لمبر: 3489604
ایکنا - د فلسطین،لبنان،سورئې، عراق،یمن او ایران هیوادونود تمدني نمایش په چورلیزتوب سره د تمدنونو د تآټوبی ټولګې د تهران په میلاد ټاؤر کې مخ کتنه وشوه.

ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران ،یمن،عراق،سورئې،لبنان،فلسطین د مقاومتي جوزې د هیوادونود سبمولونو او دود او دستور، تاریخ ،دین او تاریخي ډیکور په چوکاټ کې د؛تمدنونو د ټاتوبی پروژه؛ د زمري په شپږمه نیټه په تهران کې د میلاډ ټاړر په دریم لمبر پارکینګ کې په ۱۵زره مربع میټره پرانیستې فضا کې افتتاح شو.

د انځورونو د کوټې، د نمایش د کوټې، د حضرت امام رضا علیه السلام  او دحضرت زینب اکبری سلام الله علیها د حرم مجازي زیارت کوټې په څير د مختلفو کلتوری او هنري چارو اجرا،د هیواد د تیئټر د هنرمندانو چاپيریالي نندارتون، د الاقصی  جومات د ډیکور په شاوخوا د فلسطین ملاتړو امریکائي محصیلینو پرفارمنسونو نندارتون  او همداراز  د ځاي موسیقیو  اجرا، په مصنوعي هوش یا مصنوعي ذهانت باندې په تکیې سره د حماس غورځنګ له ویندوي سره خبرې ددغې پروژې  ځينی نوره برخې دي.

همداراز په دغه نندارتون کې د الاقصی جومات ډيکور هم شبیهه سازي شوې ده او په یووخت د تمدنونو د  ټاټوبي د پروژې او دغه راز د سعید اسماعیلي  په ډایریکټرۍ او د علی رضا کوهفر په پروډيوسرئ سره د  منظومه خورشید عزادارئ، مذهبی او دینی دستورو او نمایش په اجرا سره  او ددغو دستورو نور پروګرامونه  هم تر لسو شپو پورې اجرا کیږي.

ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې  او  دغه راز په الاقصی جومات کې د جماعت د لمانځه له اقامې او د حضرت امام رضا علیه السلام  د خادمانو په وسیله  چې د امام بزرګوار د مقدس آستان پاک بیرغ  هم ورسره ؤ،د امام رضا  خاص سلام قرائت شو او  دغه راز په دغو دستورو کې د تهران ښاروال علی رضا زاکاني  سره د تهران ښاروالۍ نور مسئولان او چاروال ، د خدمت د شهید آيت الله ابراهیم ریئسي ماندنه جمیله علم الهدی ، د حسین امیر عبداللهیان  شیهد کورنۍ  او د یمن ،عراق ، سورئې، برازیل، بولیویا او ځينو نورو هیوادونو څخه  بهرنیو میلمنو هم د تمدنونو د ټاټوبي  د نندارتون کتنه وکړه.

باید ووئيل شي چې د تمدنونونو د ټاټوبي نندارتون  هره ورځ  د مازدیګر له شپږو بجو څجخه د شپې تر یولسو بجو پورې د مینه والو کوربه  دی.

https://iqna.ir/fa/news/4228633

 

captcha