IQNA

د پاکستان د پاراچنار سیمې بوږنونکی وضعیت او د بشری حقوقو د کمیشن اندیښنې(مقاله)

16:46 - July 30, 2024
د خبر لمبر: 3489614
د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې  په وروستیو  خونړیو پيښېو کې چې شپږ ورځې مخکې د مځکې په سر پيل شوې او بیا ورته د فرقه وي نښتو رنګ ورکړل شوی، د مرګ ژوبلو شمیر کابو تر درو سوو کسانو ورسید.

ایکنانیوز له اسلام اباده راپورراکوي،د پاکستان د بشری حقوقو کمیشن(ایچ آر سی پي) په یوې اعلامیې کې په پاراچنار سیمې کې په وروستیو شخړو او مرګ ژوبلو په اندیښنې ښودلو سره وئيلي دي،په پاراچنار سیمې کې په وروستیو شخړو کې د وروستیو اطلاعاتو په اساس ۴۹ کسان وژل شوي  او کابو ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي  چې ځيني ټپيان هم مرګي حاله راپور شوي دي او ممکنه ده د مړو شمیر نوره هم زیات شي.

د ایچ آر سی پي  له خوا په صادرې شوي اعلامیې کې وئيل شو يدي چې  د کورمې پاراچنار سیمې په وروستیو خونړیو پیښو کې  عامو خلکو ته ډير تاوانونه  او مرګ ژوبلې اوښتي دي او د لارو د بندیدا  له امله په سیمې کې د خوراکي موادو او درملو موندل هم ګران شوي  دي.

په اعلامیې کې داهم و ئيل شوي دي چې د کورمې ضلعې  دغه شخړه  د  دوو کورنیو یا کلو ترمینځ د مځکې په سر په شخړې سره پیل شوې چې له بده مرغه ورته د فرقه وي شخړو رنګ ورکړل شوی  او  ټوله کورمه ئې راګیره کړې ده.که څه هم  ددغې شخړې پای ته درسیدو لپاره د سولې ګرینډ جرګې هڅې روانې دي چې تر ډیره حده ددغو شخړو په ختمیدا او د اور بند په رامینځةکې بریالې شوې ، خو بیا هم په دغې اعلامیې کې پر حکومت غږ شوی  چې په دسیمې کې دې د ګرینډ جرګې د فیصلو په اساس سملاسی د اوربند دټينګیدا  لپاره جدي  اقدامات و کړي او دپيښو د  رامینځةعوامل دې  وپيژني  او په عدالت کې دې حاضر کړي او په کورمې کې دې د روانو شخړو ددایمي حل لپاره  جدي اقدامات وکړي.

د پاکستان په ولسی جرګې د کورمې ضلعې  ا ستازي انجنئير حمید حسین  هم په دې باب پخپلو یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي،  په سیمې کې په درمل او خوراکي مواد په ختمیدا دي  او د ټپیانو د درملنې لپاره روغتونونه څه خاص تجهیزات او امکانات نه لری او ټپیان د هیواد نورو سیمو ته رسول غواړي،حکومت او پوځي ځواکونه دې سملاسي په دې اړه جدی اقدامات وکړي څو شخړې پاي ته ورسیږي او په دغو شخړو نورو بې ګناه خلکو ته د تاوان او  کړاؤ مخنیوي وشي.د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبائي جرګې استازي  علی هادي هم پخپلو څرګندونو کې پر حکومت غږ کړی څو سملاسي دې د اوربند دټينګیدا اقدامات وکړي.

د کورمې ضلعې ډپټي کمیشنر  هم  و ئيلي دي ، چې اوربند ټينګ شوی دی او له دواړو لورو ئې مورچلې خالي کړي او حکومتي ماموران او پوځي ځواکونه پکې ځاي په ځاي شوي دي.

د پاکستان جیونیوز ټیلیویژنی چینل هم په خپل وروستي راپور کې وئيلي دي ، په تیرې یوې اونۍ کې  په دغو خونړیو  پيښو کې تکفیری ترهه ګرو ډلو ټپلو او له هغوي  سره اړونده   عواملو  له افغانستان سره  د پاکستان دپولې په سر  په کورمې سیمې کې  د اړئ ګړئ  او تاؤتریخوالي په رامینځةکولو کې رول لوبولی دی  او ان تر اوسه پورې پر ټولې  سیمې دغه ویره او حشت  خور دی. ځاي سرچینې  وائي د تکفیری ترهه ګرو موخه د سیمې د  ځاي اوسیدونکو پر مځکو  قبضه  کول او  دهغوي وژل او کوچول دي

داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان دمجلس وحدت  مسلمیّن غورځنګ او نورو مذهبی  ډلو ټپلو  د پاراچنار سیمې په وروستیو بوږنونکو حالاتو باندې په ژورې اندیښنې څرګندولو سره وئيلي دي ، تکفیرری ترهه ګرو  د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي  وګړو په مرستو سره په سیمې کې د شیعیانو  د وژلو او د مځکو د نیولو هڅه کوي او ځیني حکومتی کړئ هم په دغه جنایت کې ورسره ملګرتیا کوي، چې ډیره د افسوس خبره ده.

د سیمې ډيری شناندي او دچارو کارپوهان وائي که څه هم دا لومړنی ځل نه دی چې تفکیری ترهه ګرې ډلې ټپلې  په دغې سیمې کې د ځاي اوسیدونکو په ضد په مختلفو پلمو سره د خپلو سپيرو موخو په پوره کیدا پسې دي  او دا حکومتي په تیره بیا پوځي  چارواکي دي چې د خپلو ژمنتیاؤ په اساس دې د تحریک طالبان پاکستان او نورو تکفیری ترهه ګرو د جنایتونو او فعالیتونو په مخه نیولو سره  د خپلو ښاریزو  دژوند  امنیت تامین کړي  او د سیمې د شخړو په باب په مخکینیو شوو فیصلو دې فوري عمل وکړي او د ګرینډ  جرګې په وسیله  شوي فیصلې چې په تیرو وختونو کې ئې کړي دي،سملاسی اجرا کړي  او نور ترهه ګرو او تکفیری ډلو ټپلو ته د عامو ښایریزو د ژوند  او مځکو د ګواښلو  او ورانولو اجازت ورنه کړي.

captcha