ایکنانیوز د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټ رژیم ۱۴ټيلیویژني چینل راپور ورکړی، چې د زمري د میاشتې د څوارلسمې سهار وختي کابو پنځوس توغندي د نیواکي فلسطین په شمال کې د الجلیل سیمې په لور توغول شوي دي.
ستاسو په خدمت کې داسې ویډیو وړاندې کیږی چې ښئ د الجلیل په لور له جنوبی لبنانه توغول شوي ځیني توغندي،په بیت هلل صهیونیسټ میشته ښارګوټو لګیږي او لوخړې پورته کوي.
د کریات شمونا پشمول د نیواکي فلسطین له شماله په پراخو سیمو کې د خطرې ټلۍ ګړنګیږي او خلک دپناه ځایونو په لور تښتي.
د ویډیو په دوام کې د کریات شمونا په فضا کې د حزب الله د مبارزانو د توغندیو د مخنیوی په حال کې د وسپنیزډال سسټم هم لیدل کیږي.
له دې مخکې هم خبری سرچینو په الجلیل او دنیواکي جولان په شمالي برخو د حزب الله د مبارزانو د پراخې توغندوي حملې خبر ورکړی ؤ.
ددغه راپور په اساس، د نیواکي جولان په شمال او الجلیل سیمې کې په ۱۵ښارګیوټو کې د توغندوي حملې دخبرداری ټلۍ کړنګیدلې دي.
العهد خبری سایټ پرون سهار وختی راپور ورکړی چې لبنان د اسلامی مقاومت په اعلامیې کې ويئل شوي دي چې د لبنان د اسلامی مقاومتي مبارزانو له خوا دلومړي ځل لپاره په بیت هلل نیواکي ښارګوټي په لسګونو توغندي ویشتل شوي دي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،په غزې تړانګې کې د فلسطین له مقاومت کونکي ملت او د هغوي له میړني او شجاع مقاومت څځه په ملاتړ کې او د جنوبی لبنان په کلو په تیره بیا په کفرکلا اودیرسرایا کلون باندې د صهیونیسټي دښمن د هغو حملو په ځواب چې یوشمیر عام خلک پکې ټپیان شوي، د مقاومت مبارزانو د لومړي ځل لپاره بیت هلل نیواکي ټاټوبی باندې په لسګونو توغندي ورولي او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.