IQNA

په اماراتو کې د ؛ واړۀ ماشوم؛؛په نامې سره د قرآنی چټیانو پروګرام(فیلم)

16:09 - August 06, 2024
د خبر لمبر: 3489651
ایکنا -  د متحده عربی اماراتو ماشومان په اوړي کې د وروستۍ اونۍ خپلې چټیانې د؛واړه قاری؛ نومې قرآنی محفل کې  تیرې کړې او په دغو کلاسونو کې ئې د قرآن کریم حفظ، تلاؤت او په معنو کې تدبّر زده کول.

ایکنانیوز دامارات خبری آژانس له قوله راپور ارکړی، د متحده عربی اماراتو عجمان، سږکال په اوړي کې د ددغې قرآني ځانګړي پیښې د ترسره کیدا شاهد دی.

 د هرې اونۍ په ورسوتیو چټیانو کې د؛واړه قاری؛ په نامې سره دغه قرآنی محفل، د ماشومانو د عمر په تناسب سره د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت زده کړې او همداراز د قرآن کریم  په تفسیر او معنا کې تدبّر ته مخصوص دی

د قرآن دغه ځانګړی پروګرام  د اماراتو په عجمان کې د حمید بن راشد النعیمي د مرکز په همت سره ترسره کیږی او هدف ئې  له قرآن کریم سره د ماشومانو د ارتباط پیاوړتیا او د قرآن کریم په معنا کې تدبر او حفظ او تلاؤت کې د دوي د توانمنیو لوړتیا  بلل شوې ده .

ددغه مرکز د مدیر حسین الحمادی په وینا، دماشومانو دغه محفلونه په اوړي کې له پنځو تر نهو کلونو پورې د جینکو او هلکانو لپاره دی او موخه ئې د کورنیو او د ماشومانو د ساعت تیري له وختونو څخه استفاده او په وروستۍ اونۍ کې په ټولنې کې د دیني او اسلامی تعلیماتو او شرعي اصولو د تثبیتیدا او ددیني پوهې د لوړتیا په خاطر او دغه راز په نوي نسل کې د دیني پوهې او اخلاقو زده کول دي.

هغه په دوام کې د غوره قرآني فعالیتونو او د قرآنی سیالیو له ترسره کیدا څځه د ملاتړ لپاره  داماراتو د عجمان د مسئولانو قدرنه او ستاینه هم وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4230211    

captcha