IQNA

د  عربستان د قرآن په سیالیو کې د ایران دوه استازي ګډون کوي

15:15 - August 08, 2024
د خبر لمبر: 3489663
ایکنا – د ایران دوه استازی د عربستان د قرآڼ د نړیوالو سیالیو په څلور څلویښتم پړاؤ کې د ګډون لپاره نن ماښام د قطر د دوحې په هوائي ډګر کې له لنډې د مئ وروسته  عربستان ته خوځيږي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د عربستان هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورڅلویښتم پړاؤ کې د ګډون لپاره د ایران دوه نمایندګان دغه هیواد ته روان شوي دي.

 په همدې اساس د تول قرآن د حفظ په څانګې کې محمد حسین بهزادفر او د قرآن د پنځلسو سپارو د حفظ په څانګې کې محمد مهدی رضائي به د عربستان د قرآن په سیالیو کې برخه واخلي.

دعربستان د قرآن په سیالیو کې د ایران دوه نمایندګان په پیل کې دوحې ته روان شوي دي او له هغه ځایه به تر نن ماښام پورې عربستان ته وخوځیږي.

عربستان ته د ټولو سیالۍ کونکو له واریدیدو وروسته د جمعې په ورځ لومړنۍ چاڼ ترسره شي او په دوام کې به له شنبې یا خالی ورځې څخه سیالۍ پیل شي.

سره له دې چې تر اوسه بورې د دغو سیالیو د زمانبندۍ دقیق اطلاعات او جزیات نه دی اعلان شوي، خو اټکل کیږي، په دغې پيښې کې سیالۍ به د راتلونکي وږې یا سنبلې د میاشتې تر لومړنیو پورې دوام ومومي.

 په دنیا کې د قرآڼ کریم د سیالیو په ډګر کې درې نړیوالې پيښې  ترټولو پخوانۍ او باؤري سیالۍ او پیښې شمیرل کیږي چې په هغو کې د په ۶۳پړاؤنو سره د ملایشیا  د قرآن نړیوالې سیالۍ ، د عربستان په ۴۳ پړاؤنو او د ایران په ۴۰ پړاؤنو سره  سیالۍ پکې شاملې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4230755

captcha