ایکنانیوز دالأهرام له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ د عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز په ملاتړ سره او د مکې مکرمې په مسجد الحرام کې ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کې چې دعربستان د ارشاد،تبلیغاتو او اسلامي چارو د وزارت په منظمونې سره ترسره کیږی، د مختلفو اسلامی هیوادونو استازي پکې شتون لري.
ددغه راپور په اساس، محمد حسین بهزادفر د ایران له خوا د ټول قرآن کریم د حفظ په برخې کې او دمحمد مهدي رضائی هم د پنځلسو سپارو په څانګې کې دعربستان دقرآن په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
د راپور په اساس ، په دغو سیالیو کې د قرآن کریم د حفظ، لهجې ، غږ، قرائت او تفسیر په پنځو څانګو کې ګډون کونکي سره سیالۍ کوي.
ددغو سیالیو د جایزو ارزښت څلور میلیون عربستاني ریال دي چې په لومړۍ څانګې کې به لومړی کس پنځه لکه ریال ، دوهم کس څلور لکه پنځوس زره ریال او دریم کټونکی هم څلور لکه ریال ترلاسه کړي او دغهر از په دوهمې څانګې کې لومړی کس درې لکه ریال ، دوهم کس دوه لکه پنخه اویا زره ریال او دریم کس هم دوه لکه پنځوس زره ریال وګټي. په دریم ېڅانګې کې به هم لومړۍ کس دوه لکه ریال ، دوهم کس یو لک نوي زره ریال او دریم کس هم یو لک اتیا زره عربستاني ریال ترلاسه کړي او څلورم کس به هم یو لک اویا زره ریاله جایزه وګڼي.
په څلورمې څانګې کې هم لومړی کس به یو لک پنځوس زره عربستاني ریاله، دوهم کس یو لک څلویښت زره او د ریم کس هم یو لک دیرش زره عربستاني ریال او څلورم کس یو لک شل زره ، پنځم کس هم یو لک لس زره ریاله او دغه راز په پنځمې څانګې کې هم لومړی کس پنځه شپیته زره ریال، دوهم کس شپیته زره ریال ، دریم کس پنځه پنځوس زره ریال ، څلورم ۵۰ زره ، او پنځم کس هم ۴۵ زره عربستاني ریاله جایزه وګټي.
دعربستان د ملک عبدالعزیز قرآن سیالۍ له ۱۳۹۹قمری کاله دعربستان د اسلامی چارو ،تبلیغاتو او ارشاد د وزارت له خوا پیل شوي او تر اوسه بورې له درستې نړۍ پکې په زرګونو کسانو ګډون کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4230826