ایکنانیوز دپارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د افغانستان یو څیړاند او شاعر، د استاد جلال الدین همایی د جایزې له ترلاسه کولو وروسته د ایران او افغانستان ترمینځ د کلتوري وحدت په اهمیّت باندې په ټينګار سره، دغه جایزه ددواړو ملتونو ترمینځ د اختلاف اچونکو ته یو ځواب وبالۀ.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ، په هغو دستورو کې چې د ایران دادبی شخصیّتونو د ستاینې په موخې سره ترسره شوې، په مشهد کې دیره د افغانستان یو شاعر او څیړاند محمد کاظم کاظمي د کلتوري ایران سرخیل په توګه پيژندل شوی او د استاد جلال الدین همایی جایزه ئې ګټلې ده.
دغه پيښه چې له ډير زیات هرکلي سره مخ شوې ، د ایران او افغانستان د ګډ کلتور او ادبیاتو دم اهمیّت ښودنه کوي.
کاظم کاظمي چې ارزښتمند ادبی آثار ئې پنځولی دي ، ددغو دستورو په څنډې کې ئې ددغې ادبي پيښې له ملیّت ورآخو اکړچار وستایۀ او دائې د ګاونډیو ملتونو په تیره بیا د ایران او افغانستان د ملتونو ترمینځ د اختلاف او در ز درامینځةکولو لپاره د ځینو کسانو هڅو ته یو ځواب وبالۀ.
دغه جایزه چې د شخصیّتونو د ملی فاؤنډيشن له خوا ډالۍ کیږي، د کلتوری څيړنو او ادبیاتو په حوزې کې د کاظم کاظمي د هڅو په ویاړ هغه ته ډالۍ شوه.
د افغانستان دغه شاعر پخپلو آثارو کې په ښکلي بڼه د ایران او افغانستان ګډو کلتوري ریښو ته کتنه کړې ده او ددواړو ملتونو ترمینځ ئې د وحدت او یوزړتوب پر اهمیّت ټينګار کړی دی.