ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو ممتاز قاری او په امام رضا علیه السلام سپيڅلي حرم کې د اردبیل ولایت قرآنی فعال ، د پاکستان له قاریانو سره د قران کریم یو ځاي تلاؤت وړاندې کړ.

ایکنانیوز راپور راکوي،په داسې حال کې چې د حسینی اربعین د میلیوني لاریون کې د ګډون لپاره د ایران او شاوخوا ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د افغانستان او پاکستان په لسګونو زره حسینی زیارتوال د کربلا په لور خوځيدلی او ډیری اوس ایران ته رارسیدلی دي، په مشهد مقدس کې د امام رضا په حرم کې له پاکستانیو قاریانو سره یوځاي د ایران د قاریانو په ګډه د تلاؤت محفلونه ترسره شوي دي. ایکنا نیوز ددغه شان یوه محفل یوه ویډیوئي کلیب ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.