IQNA

د الدرج مدرسې د بمبارۍ دغمیزې شهید د قرآن تلاؤت کوي(فیلم)

10:32 - August 12, 2024
د خبر لمبر: 3489680
ایکنا – د فلسطیین د یوه خطیب او دجماعت امام محمد ابوسعده د یوه اغیزشیندونکی اوښکلی تلاؤت ویډیو چې وړمه ورځ د الدرج مدرسې  په بمبارۍ کې شهید شو، په ټولنیزو  چینلونو کې د کارؤنکو له ډيرپراخ هرکلی سره مخ شوی دی.

ایکنانیوز د الغد له قوله راپور ارکړ، د غزې اوسیدونکی  د جماعت امام او خطیب  محمد ابوسعده چې  وړمه ورځ د الدرج مدرسې په بمبارۍ کې شهید شوی، په دغې ویډیو :ې  دالزخرف مبارکې سورې تلاؤت کوي؛ چې  ډير اغیزشیندونکی دی إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ ﴿۷۴﴾ لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۵﴾ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ ﴿۷۶﴾  وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُمْ مَاكِثُونَ ﴿۷۷﴾ (۷۷) لَقَدْ جِئْنَاكُمْ بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ﴿۷۸﴾  أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ ﴿۷۹﴾  أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ ﴿۸۰﴾  قُلْ إِنْ كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ ﴿۸۱﴾  سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۸۲﴾

 

 

د وحشي صهیونیسټي رژيم  جنګی الوتکو د شنبې په ورځې د غزې ښار په الدرج کوڅې کې د تابعیّن په عیدګاه او دلمونځ پر ځاي د سهار لمانځه په وخت چې خلک په لمانځه ولاړ وو، بمباري وکړه چې  له امله ئې لږترلږه سل  فلسطینیان شهیدان و په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

د صهیونیسټ رژيم وحشي پوځ په داسې حال کې مدعی شوی  چې په غزې کې دغه مدرسه د حماس د ځواکونو دقوماندانۍ ځاي دی چې په دغې مدرسې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  ددغه بوږنونکي جنایت زیاتره شهیدان ماشومان اوبوډاګان دي.

ددغه راپور په اساس ،دغه مدرسه د فلسطینیو کډوالو ددیره کیدا ځای دی.

https://iqna.ir/fa/news/4231084

 

captcha