ایکنانیوز راپور راکوي، د عربستان هیواد د قرآن کریم د حفظ،تلاؤت او تفسیر د نړیوالو سیالیو څلورڅلویښتم پړاؤ د ترې اونۍ له وروستیو د مسجد الحرام په شاوخوا کې پيل شوی او د زمری دم یاشتې تر رووستیو پورې به دوام ولري.
دغه سیالۍ په دوو مقدماتي مرحلو کې یا په ابتدائي او نهائي مرحلو کې ترسره کیږی.د امتحان د مرحلې سیالۍ د زمري له اتلسمې یعینی له پنچشنبې ورځې څخه پیل شوي او ددغه خبر تر مخابیره کیدا پورې په دغې مرحلې کې د اجرا لپاره د ایران د وو نمایندګانو وار لا نه ؤرسیدلی.
دعربستان د هیواد د قرآن د سیالیو د حفظ برخه پنځه څانګې لري، چې په هغو کې د په اوو ګوڼه قرآئت سره د ټول قرآن حفظ، د مفرداتو په تفسیر سره د ټول قرآن د حفظ څانګه، په معمول رودې سره د ټول قرآن د حفظ څانګه ، د قرآن د پنځلسو سپارو د حفظ او د پنځو سپارو د حفظ برخې پکې شاملې دي.
د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې محمد حسین بهزادفر او د پنځلسو سپارو د حفظ په څانګې کې هم محمد مهدي رضائي په دغو سیالیو کې دایران د اسلامی جمهوریت دوه نمایندګان برخه اخلی.
https://iqna.ir/fa/news/4231343