IQNA

امریکائي فیلسوف؛دامام حسین د اربعیّن پرتم له اسلامه ویرونکي پروسې ته ماته ورکولی شي

16:20 - August 15, 2024
د خبر لمبر: 3489701
ایکنا - د امریکا یو فیلسوف  پروفیسر چارلز تالیافرو د اسلام د  ګران پیغمبر یو لمسي او اهل بیت امام حسین (ع) د نړۍ د عدالت غوښتنې الهام بخښونکی بللی دی.

ایکنانیوز  له پارس ټوډې راپور راکوي، د امریکا د  سنټ اولاف کالج کې د فلسفې  ریټایرډ استاد او د فلسطفي د سلطنتي  موسیسې غړي پروفیسر  تالیافرود ظالم او ظلم  سره د مقابلې لپاره د حضرت امام حسین علیه السلام  پاڅون ته په اشارې سره  ووئيل؛  د امام حسین  سرښیندنه  د میلیونونو خلکو لپاره په مختلفو مذهبونو او دینونو سره د خلکو  د الهام بخښنې او اتلوال شجاعت یوه نمونه ده .

پارس ټوډې راپور ورکړی،پروفیسر تالیافرو  زیاته کړې ده،د مسیحي نلسن منډیلا،د هندو مهاتما ګاندي  په څير  د بې عدالتۍ په ضد د لویو جنګونون اتلانو،د کربلا  په جنګ  کې د امام حسین(ع)  له حیرانونکي شجاعته الهام اخستی دی.

پروفیسر تالیافرو له مهر ایراني خبري آژانس سره په خبرو کې د حسینی اربعیّن  د لاریون دستور ا و هم  په دغو دستورو کې د مسیحیانو شتون ته اشاره وکړه او وې وئيل، د نړۍ نفوس له هغه څه ډير مذهبی او دیني دی چې سیکولر مفسران ئې خیال کوي.

د فلسفې د سلطنتي  موسیسې دغه غړي،دینی مسئلو ته  دنړۍ د 230 هیوادونو له نفوسو څخه د اتیا فیصدي آبادۍ پر اړوند والي مشتمل د امریکا د پيو څيړنیز مرکز(Pew Research  Center)  د یوې مطالعې  نتیجو ته په اشارې سره ووئيل؛امام حسین (ع)د ډيرو مسلمانانو،مسیحیانو او هندوانو د ستاینې وړ دی او دغه ډیر کسان  په نړۍ کې له بې عدالتۍ سره مبازې ته ژمن دي.

پروفسر چارلز تالیافرو  په دغو خبرو اترو کې هیله کړې چې له امام حسین (ع) سره آشنائی او بلدتیا  سبب شي،لازیات کسان په دیني او معنوي ژوند پسې شي.

تالیافرو همداراز دې پوښتنې ته په ځواب سره  چې د اربعیّن دستورې  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړۍ او سیمې په خلکو کې د اتحاد او ملګرتیا لپاره څومره اغیزشیندلی شي، ووئيل؛هرڅومره د اربعیّن پيښه ولولناکه او پرتمینه ترسره شي، لازیات له اسلامه ویرونکي پروسې ته ماته و رکولی شي.

هرکال  دنړۍ له ګوټ ګوټه په میلیونونو شیعیان او د نورو  دینونو پیروکار  د حسینی اربعیّن د زیارت په ځانګړو دستورو کې  ګډون کوي چې  د نړۍ  دیوې ترټولو لويې عمومي غونډې په توه  پيژندل کیږي. معمولا له حسینی اربعیّن  څخه  کابو شل ورځې مخکې له درستې نړۍ زیارتوال  په ابله پښو(پلي پښو) د عراق او ایران له شاوخوا ښارونو څخه  د کربلا معلی په لور حرکت کوي اوهلته  د کربلاه د غمیزې د شهیدانو  یاد او خاطر لمانځي  او له خپل بزرګوار امام سره خپل بیعت نوی کوي.

https://parstoday.ir/fa/world-i2352

captcha