ایکنانیوز د المعلومه له قوله راپور راکړ، د عراق لومړی وزیر او د ده هیواد دپوځي ځواکونو عمومی قوماندان محمد شیاع السوډاني د کورنیو چارو د وزارت دعملیاتو د کوټې په لیدو سره د حسینی اربعیّن د زیارت ددستورو د ځانګړی امنیتی پلان د اجرا پر بهیر څارنه وکړه.
هغه د عراق د کورنیو چارو له وزیر ، د پوځي او امنیتی اورګانونو له مختلفو قوماندانانو او په هغو ټولو پنځلسو ولایتونو کې چې د کربلا معلی په لور د حسینی اربعّین د زیارتوالو د شتون شاهدان دي ، د امنیتی پلان په بهیر کې د ګډو عملیاتو د قوماندان له جانشین سره په یوې غونډې کې له وروستیو اقداماتو او حالاتو خبر کړئ شو.
السوډاني د محرم میاشتې له لومړۍ راهسې تراوسه پورې چې د تیر کال به نسبت ئې د زیارتوالو د شمیر له زیاتیدا سره یو ځاي دوام درلودلی دی، دامنیتی ځواک دهلوځلو په قدرونې سره ووئيل، اټکل کیږی، سږکال د عراقي او بهرنیو زیارتوالو شمیر ۲۳ میلیون زیارتوالو ته ورسیږی؛ دا چاره په ټولو مسئولیّتونو او جزئياتو کې د میداني بیا کتنې او هڅو ددوه چنده کیدا ته اړتیا لري . همداراز باید د هغو بهرنیو زیارتوالو ورود چې هره ورځ کابو یولک څلویښت زره کسانو ته سرسیږي، هم روان او آسان شي.
السوډاني همداراز روښانه کړه هره ورځ دعراق له سرحدي سترو لارو څخه څه دپاسه یولک څلويښت زره زیارتوال هیواد ته واریدیږي، او باید د زیارتوالو د حرکت په بهیر کې هیڅ ډول ګډوډئ او اړئ ګړئ رامینځة نشي او څارنه هم په لاښه ډول ترسره شي.
د عراق لومړي وزیر همداراز د زیارتوالو په خدمت کونکې کې د موکب دارو او ښاریزو د هڅو او دغه ر از له امنیتی او خدماتي اورګانونو سره د ملګرتیاؤ په قدرونې سره اړونده وزارتونو او امنیتی ادارو ته فرمان صادر کړ څو له والیانو سره بشپړ غږملتیا ولري او او د پيښو د رامینځةکیدا د مخنیوي لپاره دې د مدني دفاع هیڅ ډول هڅه ونه سپمَوَي. او د زیارتوالو د تلو راتلو په لارو کې دې ټریفیکي پیښو د کمیدا هڅه وشي او د عراق ځواکونه باید د زیارتوالو د شتون په لارو او مختلفو ځایونو کې دیره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4232105