IQNA

د زمري د میاشتې د28 نیټې کودتا،تر ابدپورې د امریکا او انګلستان پر ټنډې د بې ننګۍداغ ( مقاله)

15:46 - August 18, 2024
د خبر لمبر: 3489715
ایکنا - نن د یکشنې په ورځ له 71 کاله وروسته د زمري دمیاشتې د ۲۸نیټې د کودتا له کلیزې سره په یووخت ددغې تاریخي پيښې په دوسیې  د غور لومړنۍ غونډه د تهران  ولایت د لوئې څارنوالۍ د نړیوالو چارو په 55 څانګې کې ترسره شوه.

ایکنانیوز د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د زمري د  میاشتې د اتویشتمې نیټې د کودتا په کلیزې کې،په دغې کودتا کې د امریکا او انګلستان  رول ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،د ۱۳۳۲لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې د ۲۸ کودتا له لارې په ایران کې د ولسی حکومت د نسکورولو بې ننګي به د امریکا او انګریزرژيمونو پر ټنډې تر ابد پورې د بې ننګۍ داغ وي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمری د میاشتې د 28 کودتا د کلیزې په مناسبت  په ایکس ټولنیز چینل کې پخپل پيغام کې ولیکل؛ په نورو  هیوادونو کې مریَتوب ، استعمار، کودتاګانې  او پوځي لاسوهنې،په نړۍ کې د امریکا او انګلستان  د لاسوهنو د بې ننګۍ او تورتمې مخینې یوازینۍ یوه برخه  ده.

پارس ټوډې  راپور ورکړی، ناصرکنعاني زیاته کړې ده؛د ۱۳۳۲لمریز کال  د زمري د میاشتې د 28 نیټې د کودتا له لارې په ایران کې د ډاکټر محمد مصدق  د ولسی حکومت دنسکورولو سپير اقدام  او له استبداده  پوځي ،امنیتی او سیاسی ملاتړ، به تر ابد پورې د امریکا او انګریز رژيمونو پر سپیرې ټنډې  د بې ننګۍ داغ وي.

صفر تا صد ماجرای کودتای ۲۸ مرداد/ بازخوانی کودتای آمریکایی-انگلیسی درسال  1332

د ایران د خارجه وزارت ویندوي په دوام کې ووئيل؛ همدغه دواړه هیوادونه  په دغه شان تورتمې کارنامې سره  همدااوس  هم د اسرائيلو د جعلي او توکمپال رژیم او په غزې کې د نسل وژونکي  رژیم  نامحدود ملاتړ کوي او په عین حال کې ځ ان د ډیموکراسۍ او انسان دوستۍ  د حقوقو بیرغوال هم ګڼي.

نن د یکشنې په ورځ له 71 کاله وروسته  د زمري دمیاشتې د  ۲۸نیټې  د کودتا له کلیزې سره په یووخت ددغې تاریخي پيښې په دوسیې  دغور لومړنۍ غونډه د تهران  ولایت د لوئې څارنوالۍ   د نړیوالو چارو په 55 څانګې کې ترسره شوه.

۷۱ سال پس از کودتا

د ۱۳۳۲لمریزکال د زمری د میاشتې د 28کودتا  محکمه( د امریکا د حکومت، خارجه وزارت، دامریکا د استخباراتو مرکزي  ادارې ، دامریکا د خزانې چارو وزرات، کانګرس او فیډرل رزرؤ پشمول  د  زمری د میاشتې د اته ویشتمې د کودتا دعواملو په ضد  دایرانیو ښاریزو دعوا)د څه دپاسه  څلور سوه  کسانو په اپیل سره د  قاضي مجید حسین زاده  په مشرۍ پیل شوه.

ددغې دوسیې غوښتنه،۱۳ اصلی مادې  لري چې د کودتا له امله  تاوانونو ته اشاره کوي.

ترټولو مهم تاوان او خسارتونه، د ایران دتیلو په نغرَلو کې  د امریکا او انګلستان  اقدام ،البته  د ایران په  ملت  دوهم پهپلوي  استبداد ۲۵ مسلط کول  دي چې د غوښتنې په متن کې  شته دي.

اولین جلسه رسیدگی به پرونده کودتای ۲۸ مرداد برگزار می‌شود - شهید نیوز

د ۱۳۳۲لمریز کال د زمری دم یاشتې  په اته ویشتمه نیټه د ستم شاهي رژيم د پوځ یوشمیر پوځیانو د امریکا او  انګلستان په ملګرتیا سره، د( وخت لومړي وزیر) محمد مصدق د حکومت په نسکورولو سره ، محمد رضا پهلوي  چې  بهر ته تښتیدلی ؤ، بیرته د سلطنت په ګدئ کيښناوۀ.  د مصدق دحکومت په نسکوریدا سره د استعمار ګرو حکومتونو لاسونه چې  دیوې لنډې مودې لپاره  غوڅ شوي وو، بیرته ایران ته رااوږدۀ شول. د زمری دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې  کودتا، په ایران کې د تیلو د صنعت  د ملی کیدا د غورځنګ د بریالیتو په وخت کې د امریکا او انګلستان د لاسوهنو یوه برخه  وه.

معرفی مستندهایی که درباره کودتای ۲۸ مرداد ۱۳۳۲ ساخته شده‌اند | کودتایی  گمشده در تاریخ - همشهری آنلاین

https://parstoday.ir/fa/iran-i2366

captcha