ایکنانیوز د د دنیانیوز له قوله راپور راکړ، دپاکستان د پنجاب صوبې د رحیم یار خان په کچه آبادۍ کې وسلوالو ډاکوانو د پولیسو پر یوه کاروان په برید سره یولس پولیس په ټکه ووژل.
په راپور کې وئيل شوي دي د رحیم یار خان سیمې په ماچکه کیمپ کې ډاکووانو له یوې سیمې د پولیسو دمبادلې پر کاروان په راکټ لانچرو سره برید وکړ چې وئیل کیږي یولس کسان ئې په ټکه وژلي او اوه نور ئې ټپیان کړي دي، چې ځيني نور هم پکې مرګي حاله دي. وئيل کیږي ، ډاکوانو د پولیسو پر ګاډي چې تخنیکي خرابي له امله په دغې سیمې کې ولاړ ؤ په راکټ لانچرو سره برید وکړ چې ګاډی ئې په بشپړ ډول تباه کړ او پکې سوارۀټول پولیس ئې په وینو کې لیت پیت کړل.
داپه داسې حال کې دي چې د سند او پنچاب صوبې په کچې سیمې کې د ځينو سرکاري لوړپوړو چارواکو په ملتیا سره ډاکوانو خپل راج قایم کړی دی او هرکله چې وغواړي ، پر عامو خلکو او سرکاري مامورانو ژوند تنګوي او ورڅخه پیسې او نور امتیازونه اخلي .