ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،البانیز له دغه خبري چینل سره په خبرو اترو کې ددې خبرې په کولو سره چې د نیواکګرو جنایتونه مستند دي او باید د اسرائيلو په ضد بندیزونه اعمال شي، ووئيل؛ هغه څه چې په غزې کې ئې وینو، یو لوي جنایت او د نسل وژنې جنګ دی. هغه ددې خبرې په کولو سره چې د جوماتونو او کلیساګانو قصدا ټارګټ کول جنګي جنایت دی ، ټينګار وکړ؛په مذهبی او دیني ځایونو باندې د نیواکګرو حملې د ښکاره نفرت او کرکې ښودنه کوي.
د ملګرو ملتو د راپورټر څرګندونې له دې وروسته بیان شوي دي چې الجزیره چینل هغه ویډیو او انځورونه چې په غزې دتیریو په بهیر کې د صهیونیسټي نیواکګرو پوځيانو له کیمرو څخه ئې ترلاسه کړي وو، خپره کړل. دغه ویډیو، په غزې تړانګې کې د قرآن او جوماتونو په ضد د صهیونیسټي رژیم د تیریو یو روښانه سند دی.
دغه انځورونه ښئ چې په د غزې ښار په شمال کې په واقع بنی صالح جومات باندې د صهیونیسټي رژيم د نیواکګر پوځ عسکرو له دې وروسته چې د بمباریو په نتیجې کې ئې لا زیاتې برخې په کنډوالو بدلې شوي وې، یرغل کوي او هلته په دغو جوماتونو کې موجود قرآنونه سوځوي.
روئيټرز راپور ورکړی،د انصاف نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان،د جلاجلا غوښتو په چوکاټ کې د صهیونیسټي لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او د هغه ددفاع وزیر ګالانټ په ضد دنیولو دوه حکمونه صادر کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4233357