د اتو پرمختللو اسلامي هېوادونو ډله D8 یوه اقتصادي ډله ده چې د اتو پرمختللو اسلامي هېوادونو څخه جوړه شوې ده، چې په کې ایران، ترکیه، پاکستان، بنګله دیش، اندونیزیا، مالیزیا، مصر او نایجریا هېوادونه شامل دي.
د ایران د کرمان ولایت د کلتوری میراثونو، ګرځندوی او لاسی صنایعو د ادارې مشر سعید شاهرخی وویل: کرمان د سیاحت لپاره مناسبې زیربناوې، د کلتوری میراثونو ساتنه، نوښت او ټیکنالوژی، د سیلانیانو د امنیت او ګڼ نورو برخو کې لازم سهولتونه او اسانتیاوې لري.
هغه زیاته کړه، له همدې امله دغه ښار د ګرځندوی او کلتوری تعاملاتو ته د ودې ورکولو او بازار موندنې په موخه د D8 سیاحتي پلازمینې د ټاکنو لپاره د ایران په استازولۍ ور پېژندل شوی دی.
شاهرخي زیاته کړه: د ایران کرمان د دغه لقب د ګټلو لپاره د ترکیې له انتالیا او د پاکستان له لاهور ښار سره سیالي کوي.
parstoday