IQNA

د وحدت له اوونۍ سره په یووخت

11:40 - September 02, 2024
د خبر لمبر: 3489788
د افغانستان د ټولنیزې ګوزارې او د نږدې کیدا د لارو چارو نړیواله غونډه ترسره کیږي.

د افغانستان د  ټولنیزې ګوزارې او د نږدې کولو د لارو چارو نړیواله غونډه به  له وحدت اوونۍ سره په یووخت د المصطفی د مطالعاتي فرصتونو او د لنډې مودې د روزنې د موسسې په زیار ترسره شي.
د افغانستان د ټولنیزې ګوزارې او د نږدې کیدا د نړیوالې غونډې مسوول حجت الاسلام و المسلمین مجتبی نجفي له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د قران کریم او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم یو ارمان او ایډیل د اسلامي امت وحدت او انسجام دی او د ایران اسلامي انقلاب د دغه ایډیل ادعا کونکی دی او ایران هڅه کوي د اسلامي وحدت په رامینځته کولو سره د بیلابیلو مذهبونو او فرقو ترمینځ د غږملتیا او د یوزړه توب په رامینځته کولو سره دغه چارې ته عملي جامه وروغوندي.
د ایران د قم د المصطفی پوهنتون استاد او  د افغانستان د ټولنیزې ګوزارې او د نږدې کیدا د نړیوالې غونډې مسوول حجت الاسلام و المسلمین مجتبی نجفي زیاته کړه د ټولنې په بیلابیلو سویو د اسلامي امت د وحدت او د فکري پیوستون او د هغه د اهمیت په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي لخوا د اسلامي انقلاب د دوهم ګام بیانیې ته په پام سره زمونږ مخ ته پراته سټراټيژۍ جهاد تبیین یعني د بیانولو جهاد دی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په دې هکله فرمايي که چیرې په اسلامي هیوادونو او ټولنو کښې علما، روڼ اندي ، متفکران ، لویان او د وحدت مخکښان خپل حرکت د اسلام د واکمنۍ لپاره ترسره کړي دغه حرکت یو بریالی حرکت دی او که چیرې په دې ډول نه وي او  طاغوتیانو ،  کفارو ،  تالي څټو او  نالایقه واکمنانو ته تسلیم او تابع شي معلومه ده چې تضمیني وحدت به ونلري..... هغه څه چې نن سبا په لومړۍ درجې کښې د اسلامي نړۍ لپاره لومړیتوب لري وحدت دی.
مونږ مسلمانان له یوبل څخه ډیر لیرې شوي یوو او سیاستونو په دې زمینه کښې له بده مرغه بریالۍ هڅه وکړه چې مسلمانان او د مسلمانانو زړونه له یوبل څخه جلا کړي او مونږ نن سبا وحدت ته ضرورت لرو.»
د دغه غونډې مسوول په دوام کښې وویل د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای سپارښتنو ته په پام سره مونږ د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د تحقق او له بیلابیلو اسلامي بهیرونو سره د تعامل د څرنګوالي هڅه کوو.
پر دې اساس د دغه غونډې یوه مهمه او ضروري مسله د سیاسي بهیرونو او د حکومتونو په زمینه کښې له تقریبي بهیرونو سره د تعامل څرنګوالی دی او په دغه غونډه کښې به د افغانستان له مذهبونو سره د نږدې کیدا په څرنګوالي باندې غور وشي.
هغه د دغه غونډې د ترسره کیدا د هدفونو په بیانولو سره اعتراف وکړ د افغانستان هیواد د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د خبرو په موضوع کښې د نویو داخلي او د خارجي اثارو  پيژندل ، له اسلامي مذهبونو سره د تعامل د لارو چارو او د ظرفیتونو پیژندل ، د افغانستان هیواد د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د خبرو په اړوند د علمي او د کلتوري بریاو بیانول او دودول او د اسلامي وحدت د ارزښتونو په دوام کښې د سمو لارو چارو غوره کول د دغه غونډې د ترسره کیدا هدفونه دي.
د المصطفی پوهنتون استاد او  د افغانستان د ټولنیزې ګوزارې او د نږدې کیدا د نړیوالې غونډې مسوول حجت الاسلام و المسلمین مجتبی نجفي وویل د دنیا بیلابیلو هیوادونو ته د اهل بیت علیه  السلام د معارفو د نشر لپاره د مطالعاتي فرصتونو  او د لنډې مودې د روزنې په بیلابیلو پړاونو کښې له مناسبو زمینو او موجودو ظرفیتونو څخه استفاده کول ، د افغانستان د مسلمانانو ترمینځ د پیوستون او د اتحاد پیاوړتیا، د افغانستان په هیواد کښې د نړیوالې سولې او اسلامي وحدت ته د رسیدا لپاره د علمي لارو چارو وړاندې کول ، په افغانستان او اسلامی دنیا کښې د واحد اسلامي امت د جوړولو لارې چارې او د مسلمانانو د مشکلاتو او د مسائیلو حل کول او د مناسو لارو چارو وړاندې کول د دغه غونډې د ترسره کولو نور هدفونه ګنل کیږي.
حجت الاسلام نجفي جوته کړه  د دغه غونډې فعالیتونه له ۱۴۰۱ هجري لمریز کال څخه په غیر رسمي ډول او د افغانستان د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د پړاو  او د جامعه المصفی د مطالعاتي فرصتونو او د لنډې مودې د روزنې د موسسې او د مشر تابه د ستر مقام د دفتر د نړیوال مرکز لخوا د بیلابیلو علمي غونډو په چوکاټ کښې ترسره شول  او د دغه غونډې رسمي فعالیتونه هم د تیر هجري لمریز کال له تلې میاشتې څخه د اسلامي دنیا د علومو له استنادي مرکز څخه د لایسنس په ترلاسه کولو سره چې شمیره یې  (ISC) – ( ۹۲۰۴۷-۰۲۲۳۱) –
 ده پیل کړل او د بیلابیلو علمي ادارو لخوا یې هرکلی هم وشو.
هغه په دوام کښې وویل د مطالعاتي فرصتونو او د لنډې مودې د روزنې موسسه ویاړي چې دغه غونډه یې د پینځلسو داخلي او د خارجي مرکزونو په ګډون او په تیره بیا د جامعه المصطفی العالمیه په نمایندګۍ او د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر په نمایندګۍ سره په افغانستان کښې په دریو ژبو، فارسۍ، عربۍ او انګریزۍ ترسره کړه.
https://iqna.ir/fa/news/4234395

captcha