IQNA

ایران کښې کښې له قران کریم سره د انس محلفونه ترسره کیږي

12:13 - September 02, 2024
د خبر لمبر: 3489790
له قران کریم سره د انس د نړیوالو محفلونو لړۍ د خویندو د قرانې ټولنې د یوې غوښتنې په توګه د ښځو لپاره د ایران د اسلامي ارتباطاتو او د کلتور د ادارې د« رسالت الله» د قران د جامعې طرحې د یوه پروګرام په چوکاټ کښې ترسره کیږي.

ایکنا خبري اژانس د اسلامي ارتباطاتو او د کلتور د ادارې د عمومي اړیکو په قول راپور راکړی د ایران د اسلامي ارتباطاتو او د کلتور د ادارې د تبلیغ او د قران د نړیوال مرکز مشر حجت الاسلام و المسلمین «سید مصطفی حسیني نیشابوري » د دغه خبر په اعلانولو سره وویل په اینټرنیټ باندې د قران کریم د نړیوالو محفلونو په تیره بیا د میرمنو د محلفونو ترسره کول د «رسالت الله» د قران د جامعې طرحې یو پروګرام دی چې د قراني میرمنو د کمیسیون لخوا به یې مشرۍ وشي.
هغه زیاته کړه د اسلامي دنیا د قران کریم له ښځینه حافظانو او د قران له قاریانو سره د  ایران د قران مجید د قاریانو او د حافظانو ترمینځ د اغیز شیندونکو ارتباطاتو ټینګول ، د میرمنو په ټولنه کښې په نړیواله سویه د قران کریم د حفظ او د تلاوت د ثابتو چوکیو رامینځته کول ، له نورو هیوادونو سره د ایران د میرمنو د قراني ټولنې ترمینځ د اطلاعاتو او د تجربو تبادله له قران کریم سره د انس د نړیوالو محفلونو د لړۍ د ترسره کولو  په هدفونو کښې شامل دي.
د قران او د تبلیغ د نړیوال مرکز مشر هم د قران کریم د تلاوت او د حفظ د سویې لوړول ، د ښځو په حوزه کښې د ترویجي او د تبلیغي فعالیتونو رونق او د مخاطب جذبول او د همدلانه او د صمیمي اړیکو ښه کول او د بیلابیلو هیوادونو د ظرفیتونو پیژندل ، په ایران او په خارج کښې په ځوانو او پیغلو انجلیو کښې د انګیزې زیاتول او د وحي د کلام په یادولو کښې د انجلیو هڅول او په نهایت کښې د اسلامي نړۍ د قران کریم د ښځینه استادانو ، قاریانو او د حافظانو د یوه قراني چینل جوړول د قران مجید د محفلونو د دغه لړۍ د ترسره کیدا نور هدفونه وبلل.
حجت الاسلام والمسلمین حسین نیشابوري وویل دغه محلفونه هره میاشت د روان هجري لمریز کال (۱۴۰۳) له وږې یعني سنبلې میاشتې څخه د هرې میاشتې په اخري چهارشنبې ورځ په اینټرنیټ باندې ترسره کیږي او د قران کریم تلاوتونه او د ایران دننه او خارج کښې د کارپيژاندو لخوا د محفوظاتو په وړاندې کولو سره جاجول کیږي چې په تبلیغ او ترویج سربیره د هغه د روزنې اړخونه هم محقق شي.
هغه په دوام کښې وویل په دې سربیره د دې حوزې د مخکښانو د تلاوت په څنګ کښې زلمې حافظانې او قاریانې هم کولای شي د خپلو تلاوتونو په وړاندې کولو سربیره د یوه فني تلاوت له ځانګړیتاو سره هم اشنا شي.
د قران او د تبلیغ د نړیوال مرکز مشر جوته کړه په نهایت کښې برترو تلاوتونو ته انعامونه ورکول کیږي او هغو ښځینه قاریانو او  حافظانو ته چې په دغو محلفونو کښې چې هره میاشت ترسره کیږي فعال ګډون ولري د اسلامي ارتباطاتو او د کلتور ادارې لخوا تخصصي لایسنس ورکول کیږي.
هغه یادونه وکړه د قران کریم د نړیوال محفل لومړۍ قاریانې له ایران څخه عاطفه ناصح ، له افغانستان څخه مریم هاشمي، له بنګلادیش څخه جنت بشری ، انګلستان څخه حورا یاسین او له سریلانکا څخه حصیفه نعمان دي او د قران کریم د تلاوت کارپيژاندې له ایران څخه زینب اقايي او مژګان خان بابا او له مالیزیا څخه فرحت الفیروزه دي.
د  دغه خبر د اعلان پراساس دغه قراني محفل د وږې  د میاشتې  په اتویشتمه نیټه یعني د روان میلادي کال د ستپمبر د میاشتې په اتلسمه نیټه د ورځې له دوې(۲) بجې څخه تر درنیمې بجې پورې د ایران په وخت او په انګریزۍ ژبه په زوم بستر کښې ترسره کیږي.
مینه وال کولای شي په ایټا کښې د اینټرنیټ په ادریس کښې په دغه نړیوالې سیالۍ کښې نوم ثبت کړي او ګډون پکښې وکړي.
https://eitaa.com/joinchat/۶۲۰۷۵۷۸۹۹C۳۶۶f۳d۳۶۵۳ 
https://iqna.ir/fa/news/4234391

captcha