IQNA

د فلسطین له مظلوم ولس سره په پیوستون کې د ترکیې د ماشومانو لاریون

14:55 - September 05, 2024
د خبر لمبر: 3489802
ایکنا – د ترکیه د بیتلیس ښار ماشومانو د فلسطین له مظلومو خلکو سره په خپل پیوستون کې ستر لاریون وکړ.

ایکنانیوز د ایلک خبر له قوله راپور راکوي،دغه لاریون د ترکیې د بیتلیس ښار د ؛قرآنی نسل ؛په نامې سره د یوه قرآني مرکز له خوا او ؛ژوند له لمانځه سره  لاښوکلی دی؛په عنوان سره په یولړ دستورو کې ترسره شو.

په دغه لاریون کې حاضرو ماشومانو د غزې له ماشومانو سره خپل پیوستون اعلان کړ. دوي د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پيوستون د اعلانولو په محتوا سره بینرونه او د فلسطین بیرغونه په لاسونو کې پورته کړي وو.

د؛ژوند له لمانځه سره لا ښکلي وي ،په عنوان سره دستورې، چې هر کال د  ترکیې په بیتلیس ښار کې د ؛قرآن نسل؛نومې قرآنی مرکز له خوا ترسره کیږی ، اوس په یوه دود  بدلې شوي دي.

دغه دستورې د قرآن کریم په تلاؤت سره پيل او له مختلفو پروګرامونو سره یوځاي شوې او په یوه ستر لاریون بدلې شوې او ماشومانو په دغه لاریون کې له فلسطینیو ماشومانو سره خپل پيوستون اعلان کړ او د فلسطین  بیرغونه ئې ورپول.

ایکنانیوز ددغه ولولناک لایون ی انځوریز راپور هم  ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4235049

captcha